منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د بيډمنټن ملي لوبډله هندوستان ته روانه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک ١٣ غويى ٩٣): د افغانستان د بيډمنټن ملي لوبډله په نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه هندوستان ته روانه شوه.

د ملي المپيک کمېټۍ له خوا د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه لوبډله د هندوستان په پلازمېنه ډيلي ښار کې د (توماس کپ) په نوم سياليو کې برخه اخلي.

سرچينې زياته کړې، چې د بيډمنټن په دغو سياليو کې د هندوستان او افغانستان په ګډون له ټولې نړۍ د ٣٠ هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو سياليو کې  څلور لوبغاړي ګډون کوي، خو تر دغو سياليو مخکې په يو شمېر تمريني سياليو کې هم برخه اخلي.