ژبه

د خوست والي دانش کړوخېل او نجيبه ايوبي ته مبارکي ورکړه

خوست ښار ( پژواک، ١٣ غويى ٩٣ ) :  د خوست ولايت مقام د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت دوو افغان خبريالانو ته د معلوماتو داتلانو په نومول کېدو مبارکي ورکړې ده.

د غويي ١٣مه ( د مى ٣) په ټوله نړۍ کې د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، د بې پولې ژورنالېستانو نړيوالې ټولنې ددې ورځې په وياړ دمعلوماتو داتلانو سل کسيز لېست خپور کړى ، چې پکې دوه تنه افغانان خبريالان هم  شامل دي.

د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل او د کليد ګروپ مشره مېرمن نجيبه ايوبي په دې کسانو کې راغلي دي.

د خوست ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي : ((په ډير وياړ او خوښۍ سره مو خبر ترلاسه کړ ، چې دبې سرحده ژورنالېستانو سازمان د مطبوعاتو ازادۍ د نړيوالې ورځې د نمانځنې په موخه نن د اطلاعاتو سل اتلان ونومول. په دغه نوملړ کې له افغانستان څخه نجيبه ايوبي او دانش کړوخېل نومونه هم شامل دي ، خوست ولايت مقام دواړو اتلانوته د زړه له کومې مبارکي وايي. )
سرچينې زياته کړې، واقعيت دى چې نجيبه ايوبي او دانش کړوخېل په افغانستان کې د بيان د ازادۍ د تحقق ،بشري حقونو دساتنې ،د مېرمنو دحقوقو ددفاع ،ولس ته دواقعيتونو د وړاندې کولو او مدني حرکتونو دپياوړتيا په ډګرونو کې غوره او دپام وړ خدمتونه کړي دي .

په خبرپاڼه کې راغلي ، همدا لامل دى چى نن ورځ يې په نړيواله کچه داطلاعاتو داتلانونو وياړ وګټلو ، دوى پرې وياړي او دافغانستان لپاره يې ستره لاسته راوړنه ګڼي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي دخوست دادارې ،ولسونو ،خبريالانو او مدني بنسټونو په استازيتوب دهېواد ټولو خبريالانو اوپه ځانګړې توګه نجيبه ايوبي او دانش کړوخېل ته ددغه معنوي وياړ مبارکي ورکړې ده.