منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

“تېر يو کال له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ٧٨ پېښې رامنځته شوې”

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٣): د افغانستان د ازادو رسنيو څخه د ملاتړ اداره (نى) وايي، چې په تېر يوه کال کې د هېواد په کچه له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ٧٨ پېښې رامنځته شوې، چې د وړم کال په پرتله زياتوالى څرګندوي.

د يادې ادارې رييس صديق الله توحيدي  نن په کابل کې د مطبوعاتو نړيوالې ورځې (د مې ٣مه) نمانځغونډې ته وويل، چې د تېر کال د مې مياشتې له درېيمې تر نن ورځې په افغانستان کې شپږ خبريالان وژل شوي دي.

هغه وويل، چې وړم کال په هېواد کې درې خبريالان وژل شوي وو.

نوموړي زياته کړه، چې په تېر يوه کال کې (د ٢٠١٣ کال د مې له درېيمې د ٢٠١٤ د مې تر درېيمې) څلور خبريالان ټپيان شوي، ٩ نيول شوي ، ٣٥ وهل شوي او ٢٤ نور د رسنيو خاوندان کواښل شوي اوتوهين شوي دي.

د توحيدي د معلوماتو پر بنسټ،  د يادو قضيو له ډلې يې ٥٠ د دولت، ٨ د وسله والو طالبانو، ٥ د زور واکو او ١٥ نور موارد يې د نا پېژانده اشخاصو له خوا رامنځته شوي دي.

نوموړي له راتلونکي حکومت څخه وغوښتل، څو د ازادو رسنيو او بيان له ازادۍ څخه ملاتړ وکړي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روان کال د وري مياشتې په ١٦ مه نېټه تر سره شوې او ټاکل شوې، چې وروستۍ پايلې يې د غويي مياشتې په ٢٤ مه اعلان شي.

په هغه صورت کې چې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې نه شي، نو واک به د روان کال د غبرګولي مياشتې په لومړۍ نېټه له يوه ټاکل شوي ولسمشر څخه بل ته ولېږدول شي.

په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازې او د دې جرګې د فرهنګي کمېسيون مشرې هیلۍ ارشاد، په نننۍ غونډه کې وويل، تېره ورځ معلوماتو ته د لاسرسي قانون مسوده په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له خوا دغه کمېسيون ته رسېدلې او په نږدې راتلونکي کې به تصويب شي.

نوموړي همدارنګه د رسنيو له استازو وغوښتل، چې ددې مسودې د لا ښه والي لپاره خپل نظرونه او وړانديزونه له دې کميسيون سره شريک کړي.

د اطلاعاتو او کولتور وزارت نشراتي مرستيالې سيمين بارکزۍ د رسنيو کار د هېواد په اوسني سياسي وضعيت کې مهم وباله او د رسنيو له ټولو کارکوونکو څخه يې وغوښتل، چې د خلکو د ارامۍ لپاره له هېڅ ډول هڅې او کوښښ څخه ډډه ونه کړي.

د ده په خبره، په هغه صورت کې، چې له رسنيو سره د نړيوالې ټولنې مرستې بندې شي، نو ولسي ملاتړ کولى شي، چې په هېواد کې د دا ډول رسنيو د سقوط مخه ونيسي.

نوموړي د جزيياتو له ورکړې پرته د مسلکي معيارونو نه رعايتول د هغو لاملونو په توګه ياد کړل، چې په هېواد کې يې د ځينو رسنيو لپاره ستونزې جوړې کړې دي.

د ژورنالېستانو د ملي ټولنې رييس  او د غونډې ګډونوال عبدالحميد مبارز په دې اړه وويل:(( دا فکر مه کوى، چې د بيان ازادي د امريکا ډالۍ ده.))

هغه زياته کړه، چې د افغانستان خلکو په تېرو ٩٠ کلونو کې د بيان ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې او  د افغانانو له خوا د بيان ازادۍ لپاره عملي کار په ١٣٠٩ لمريز کال کې پيل شو.

مبارز تېرو ١٢ کلونو ته په اشارې سره وويل: ((موږ نسبي ازادي لرو، هغه ساتو او يو قدم هم شاته نه ځو.))

د ده په خبره، د ټولو ستونزو سربېره په افغانستان کې د بيان ازادي د ګاونډيو هېوادونو په پرتله زياته ده او د هېواد راتلونکى نظام بايد دې برخې ته زياته پاملرنه وکړي.