منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د رسنيو پنځوس خبريالان او کارکوونکي وستايل شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

کابل (پژواک ١٤ غويى ٩٣): د افغانستان له ازادو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې او د خبريالانو سراسري شورا، د پژواک اژانس د مشر، دوه خبريالانو، يوه عکاس او ويډيو راپورټر په ګډون د رسنيو پنځوس کارکوونکي ستايلي دي.

د يادې ادارې مشر صديق الله توحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، د پژواک مشر دانش کړوخېل او د کليد ګروپ مشره نجيبه ايوبي هم چې د معلومات رسونې په برخه کې د بې پولې نړيوالې ټولنې له لوري د سل غوره خبريالانو په نوملړ کې راغلي، ستايل شوي دي.

د يادو سلو غوره خبريالانو نوملړ، د روان کال د غويي مياشتې په ٩ مه د فرانسې په پلازمېنه پاريس ښار کې، د بې پولې خبريالانو د ټولنې له لوري خپور شوى دى.

د دې ټولنې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي، چې دغو سل پرليکه (انلاين) رسنيو، د بشري حقونو د ١٩مې مادې د خپرولو او پرمختګ لپاره چې د بيان ازادي په کې نغښتل شوې، مهم رول لوبولى دى.

توحيدي وويل، چې دې جشنوارې ته ٦٠ خبرونه، پروګرامونه، عکسونه او تحقيقي راپورونه کانديد شوي وو.

د هغه په وينا، د ګومارل شوي کمېسيون له غور او څېړنې وروسته، د افغانستان د ازادو رسنيو اوو راپور ورکوونکو ته ستاينليکونه او پنځلسو نورو ته مننليکونه ورکړل شول.

د پژواک اژانس خبريالان زرغونه صالحي او بصير فطري، د غوره څېړنيزو راپورونو په خپرولو سره د مننليکونو په ترلاسه کولو او د پژواک عکاس باعث يوسفي د غوره انځور اخيستونکي په توګه د ستاينليک په ترلاسه کولو سره تقدير شوي دي.

همدارنګه د هشت صبح ورځپاڼې څېړنيز راپور ورکوونکى اکبر رستمي، د يک تلوېزيون خبريال ولي ارين، د اريانا تلوېزيون خبريالې فرحناز، د شمشاد تلوېزيون د سياسي پروګرامونو چلوونکي اجمل علمزي، د ميوند تلوېزيون پروډيوسر اصغر اکبرزاده او يو شمېر نور خبريالان پر ستاينليکونو او مننليکونو نازول شوي دي.

د يادولو ده، چې زرغونه صالحي، خواجه بصير فطري او اکبر رستمي، د افغانستان د ازادو رسنيو د مشارکت څېړنيز راپور ورکوونکي هم دي.

د افغانستان د ژورنالېستانو سراسري شورا نن د مطبوعاتو ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت د پژواک د ويډيو راپورټر ببرک اميرزاده په ګډون د رسنيو شاوخوا ٣٠ کارکوونکو او خبريالانو ته ستاينليکونه او ډالۍ ورکړې دي.

 دغې شورا په هغه ناسته کې، چې نن د حکومت د رسنيو او اطلاعاتو په مرکز کې تر سره شوه، له راتلونکي ولسمشر وغوښتل، چې د بيان ازادۍ ته درناوى ولري او د پرمختګ لپاره يې هڅې وکړي.

 د شورا وياند بشير عاطف وويل، په کومو هېوادونو کې چې د بيان ازادي نه وي، نو هلته ډيموکراسي هم نه وي، د بيان ازادي د حکومتونو په رانسکورولو او دوام کې مهم رول لري.

 هغه زياته کړه: ” موږ په افغانستان کې بايد له پرون او نن څخه په ګټې، خپل راتلونکى جوړ کړو.”

 عاطف زياته کړه، افغانستان کې که څه هم د بيان ازادۍ وضعيت ښه دى، خو د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى، چې تاوتريخوالي ته بايد د پاى ټکى کېښودل شي.