منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د غزني د ځينو ښوونځيو له کتابتونونو سره د کتابونو مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

غزني (پژواک ۱٥ غويى ۹۳): د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د زده کوونکو د ښوونيزې کچې لوړولو په موخه د ښوونځيو کتابتونونو ته په ډېر شمېر کتابونه ورکوي.

چارواکو دغه څرګندونې د غزني ښار ١١ ښوونځيو له کتابتونونو سره د ۳ زره ټوکه کتابونو د مرستې پر مهال وکړې، خو ښوونکي او زده کوونکي وايي، چې دغه کتابونه په فارسي او پاکستانۍ پښتو ليکل شوي او پرې پوهېدل ستونزمن دي.

په غزني کې د پوهنې رياست د عامه کتابتون رييس سيد ضيا مقداد د غويي په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو څو کلونو کې دغه کتابونه راټول کړي او نن يې د ١١ ښوونځيو کتابتونونو ته وسپارل.

نوموړي وويل: ((په دغو کتابونو کې دينې، ټولنيز، سياسي، معلوماتي، د کانکور د چمتووالي او نور کتابونه شته.))

دى وايي، له دې وروسته هم په پلان کې لري، چې نور کتابونه له بېلابېلو مرسته کوونکو او ټولنو ترلاسه او د ښوونځيو کتابتونونو ته يې وسپاري.

د غزني د ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي د دغو کتابونو په ترلاسه کولو خوښ دي خو وايي چې ډېرى کتابونه پر ايرانۍ ژبه ليکل شوي او دوى يې په لوستلو کې ستونزې لري.

د غزني ښار د شاه مير د ښوونځي يوه ښوونکي احمدالله پژواک ته وويل: ((کتابونه معلوماتي دي خو ډېر يې د ايران له لوري چاپ شوي، ليکوالان يې هم ايراني دي.))

هغه زياتوي، چې که چېرې دغه کتابونه په دري يا پښتو ژبه واى نو بيا به ترې ښوونکو او زده کوونکو ډېره ګټه اخيستې واى.

د غزني ښار د شمس العارفين ښوونځي يوه زده کوونکي جمشيد پژواک ته وويل، دغه کتابونه چې د ښوونځيو کتابتونونو ته ور وړل شوي، خو ډېره ګټه به ترې وانه خيستل شي.

دى بيا وايي: ((دغه کتابونه تر ډېره په ايرانۍ فارسي او يا هم په پاکستانۍ پښتو ليکل شوي، ستوزمنه ده، چې ټول دې ترې ګته واخلي.))

په غزني کې د پوهنې رياست د عامه کتابتون رييس سيد ضيا مقداد وايي، په دغو کتابونو کې ايراني کتابونه شته خو د ده په وينا، دا ټول يې له مرسته کوونکو ټولنو ترلاسه کړي دي.

د ده په وينا: ((دغه کتابونه موږ له ايران يا پاکستان نه دي راوړي، بېلابېلو ادارو راسره مرسته کړې او موږ ښوونځيو ته ورکړل.))

د غزني د پوهنې رياست عامه کتابتون چې په ۱۳۸۷ لمريز کال کې جوړ شو، تر اوسه ورسره يو شمېر موسسو د ډېرو کتابونو مرسته کړې او اوسمهال په کې په زرګونه ټوکه کتابونه شته، چې خلک ترې د مطالعې لپاره ګټه اخلي.