منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د سلما بند چارې د روان کال تر پايه بشپړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

هرات ښار( پژواک، ٢١ غويى ٩٣ ) :د هرات والي وايي، چې د هندوستان په مرسته د جوړېدونکي  سلما بند چارې تر ٨٠ سلنې زيات تر سره شوي او د روان زېږديز کال تر پايه پورې به يې چارې بشپړې شي .

د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د غويي په ٢١مه، په هرات کې د هندوستان له کونسل جنرال کمار مشيرا ، امنيه قوماندان سميع الله قطره او يو شمېر نورو ځايي چارواکو سره يو ځاى په چشت ولسوالۍ کې له دغه بند څخه ليدنه وکړه.

هغه په سيمه کې خبريالانو ته وويل ، دغه بند چې د هريرود پر سيند جوړېږي، چارې يې تر ٨٠ سلنې زيات بشپړې شوي او ټاکل شوې ده، چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې يې کارونه بشپړ شي.

نوموړي زياته کړه،  پخوا ځينو  هېوادونو  چې ده يې نومونه په ډاګه نه کړل، ددې بند د جوړولو پر وړاندې ستونزې جوړولې، خو اوس يې مخه نيول شوې ده.

والي وايي : (( اوس موږ ددې بند لپاره کافي امنيتي تدابير نيولي دي ، پوليس او اردو ګومارل شوي او امنيت يې ټينګ کړى دى.))

د وحيدي په وينا، ډاډه دى، چې ددغه بند چارې به په  ټاکل شوې  موده کې بشپړې شي.

ده زياته کړه، چې په راتلونکو درېيو مياشتو کې  به د سلما بند وتړل شي او کرنيزو ځمکو ته به  د اوبو رسولو لړۍ پيل شي.

د هندوستان کونسل جنرال کمار مشيرا وويل، چې اوسمهال په دې بند کې ٢٠٠ هندوستاني وګړي په کار بوخت دي.

د هغه په وينا، ددې بند د کار پر وړاندې هېڅ خنډ نشته او ددوى کارونه په سمه توګه پرمخ ځي.

ده زياته کړه، چې دغه بند د ٣٠٠ ميليونه ډالرو په لګښت جوړيږي چې له هندوستان څخه بهر ددغه هېواد تر ټولو لويه پروژه ده.

د کمار مشيرا په وينا، دوى غواړي چې  ددې بند چارې ژر تر ژره بشپړې شي .

د هرات امنيه قوماندان سميع الله قطره چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې دوى به له  خپل ټول توان سره ددې بند امنيت ساتي.

د چارواکو په وينا، ددغه بند جوړېدو سره به ٤٢ ميګاواټه برېښنا توليد او زرګونه هکتاره کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي.