منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

لودين: پر افغانانو د پرديو استخباراتو جنګ تپل شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٤ غويى ٩٣): د ننګرهار والي پر عدليې رياست د ډله ييز بريد د قربانيانو د فاتحې په مراسمو کې په ډاګه کړه، چې پر افغانانو د پرديو استخباراتو جنګ تپل شوى دى.

دوه ورځې مخکې (د غويي ٢٢مه) په جلال اباد ښار کې د عدليې پر رياست ډله ييز بريد شوى و، چې له امله يې دوه پوليس او پنځه عام وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان وو.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د غويي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په قصر کې د يادې پېښې د قربانيانو فاتحه واخيستل شوه.

د فاتحې په دې مراسمو کې د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين، مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال، ځايي ملکي او امنيتي چارواکو، قومي مشرانو، ملي سوداګرو او له عدليې وزارت څخه راغلي پلاوي ګډون کړى وو.

د ننګرهار والي د فاتحې په دې مراسمو کې وويل، چې افغانان سوله دوسته خلک دي، ولې پر دوی د پرديو استخباراتو جنګ تپل شوی دی.

هغه زياته کړه: ((د دې جګړې ګټه پرديو ته رسېږي، خو قربانۍ يې بې ګناه افغانان ورکوي.))

د ده په وينا، د افغانستان دښمنان بايد پوه شي، چې افغانانو د تاريخ په اوږدو کې له خپلې خاورې او دين څخه کلکه دفاع کړې، اوس هم دې قربانۍ ته چمتو دي، چې له خپل دين او خاورې نه په ميړانه دفاع وکړي.

مولوي لودين د عدليې پر رياست شوی بريد په کلکو ټکو وغانده او له قربانيانو سره يې ځان په غم کې شريک وګاڼه.

هغه ډاډ ورکړ، چې امنيتي ځواکونو ته يې دنده سپارلې، چې د دې پېښې اصلي عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

لودين وويل: “د اسلام په مبارک دين کې د بې ګناه انسانانو وژل حرام ګڼل شوي دي؛ هر هغه څوک چې بې ګناه انسانان په قتل رسوي، په جهنم کې به سوځي.”

د عدليې وزارت له خوا د رالېږل شوي پلاوي مشر د قضاء دولت عمومي رييس ميرمحمد انور سادات، په دغې پېښه ژور خپګان ښکاره کړ او هغه يې په کلکو ټکو وغندله .

په پاى کې د وژل شويو کسانو لپاره فاتحه ولوستل شوه.

د قربانيانو د کورنيو په استازيتوب ملک معروف شاه، چې په ياده پېښه کې يې خپل ځوان زوى له لاسه ورکړی و، وينا وکړه .

هغه وويل، هر هغه چا چې په دې بې ګناه وګړو بريد کړی، د بښلو وړ نه دي .

ملک معروف شاه زياته کړه: ((زموږ په خاوره کې د پرديو په لمسون اوربل شوی، چې زموږ بچيان په کې قرباني کېږي.))

ده وويل ، چې د دغې پېښې ډېرى قربانيان بې ګناه وګړي وو، چې د خپل اولاد لپاره يې حلاله نفقه برابروله، خو د دغې پېښې قربانيان شول.

د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين له لوري د عدليې رياست د پېښې د اتو  قربانيانو د کورنيو له غړو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د عدليې وزارت هم د خپلې ادارې  قربانيانو سره نغدي مرسته وکړه.