منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

نوراني: د لوى څارنوال په نوم د يوه واټ نومول د پرنسيپو خلاف کار دى

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار وايي، چى دوى په کابل کې د الکو (لوى څارنوال) په نوم د واټ د نومولو له څرنګوالي نه دي خبر او دا کار د واټ نومونې پرنسيپ خلاف عمل دى.

دغه واټ، چې د دارالامان په سيمه کې موقعيت لري، له دې وړاندې د مکتب په نوم يادېده او اوسمهال په يوه لوحه کې د ښاروالۍ له نښان سره يو ځاى د دغه واټ په سر کې پرې “الکو واټ” ليکل شوي دي.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو مشر عبدالقادر ارزو وويل، چې ښاروالۍ په دې اړه هېڅ پرېکړه نه ده کړې او يواځې د هغو لوحو د لګولو مسووليت لري، چې د نړۍ او هېواد د بېلابېلو شخصيتونو په نوم نومول کېږي.

هغه زياته کړه، چې ډېرى وخت د واټونو نومونه د يوه کميسيون له مخې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير يې مشري پر غاړه لري او يو شمېر نور بنسټونه، لکه د ښاروالۍ او علومو اکاډمۍ غړو له لوري تر سره کېږي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني وويل، چې د واټونو د نومونې کميسيون د اصولو له مخې، کوم واټ د ژونديو شخصيتونو ان که ولسمشر هم وي، نه نومول کېږي، يواځې له ځينو استثنايي مواردو پرته، چې بايد د وزيرانو شورا يې تصويب کړي.

د هغه په وينا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د دغه کميسيون د مشر په توګه د ياد واټ له نومونې تر دې مهال نه دى خبر شوى.

نوراني زياته کړه: “ښاغلى الکو د هېواد د لوى څارنوال په توګه يو محترم شخصيت دى، خو د هغه په نوم د کوم واټ نومول، د واټونو د نومونې کميسيون د پرنسيپو خلاف عمل دى.”

د دې ترڅنګ د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي وويل، دا اوازې چې ګواکې دغه واټ په وروستيو وختونو کې د کابل له ښاروال څخه د لوى څارنوال د ملاتړ له امله نومول شوى، بى بنسټه دي.

هغه زياته کړه، چې په دغه نومونه کې د واټ نومونې کميسيون لاس نه لري او دغه کار يواځې د لويې څارنوالۍ له لوري تر سره شوى دى.

عزيزي وويل:”دغه واټ په تېرو اوو کلونو کې د قانون د پلي کولو او تنفيذ په برخه کې د لوى څارنوال د ښو خدمتونو په بدل کې شاوخوا يو کال وړاندې، د لويې څارنوالۍ د عالي شورا او د دغې ادارې د منسوبينو له لوري، د هغه په نوم نومول شوى دى.”

د لوى څارنوال په ورته وخت کې ادعا وکړه، چې دغه واټ له دې وړاندې په بل کوم نوم نه يادېده.