منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۷ غ.م
۱°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

په ميدانښار کې يو ښوونځى د حامد کرزي په نوم ونومول شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

ميدانښار (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): په ميدان وردګو کې د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) ودانۍ ښوونځي ته وقف شوه او ياد ښوونځى چې لېسه ده، د حامد کرزي په نوم ونومول شو.

د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دغه ولايت کې د ترکيې ولايتي بيارغونې ډلې ودانۍ، چې تر دې وړاندې د افغان ـ ترک دوستۍ نوم ورکړل شوی و، د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ولسمشر حامد کرزي لېسې په نوم ونومول شوه.

هغه زياته کړه ، چې په دغو مراسمو کې د ميدان وردګو پر والي سربېره،د پوهنې وزير، په افغانستان کې د ترکيې سفير، په ملي او ولايتي شوراګانو کې د دغه ولايت استازو، سلګونه قومي مشرانو، ځوانانو او نورو مخورو ګډون کړى و.

خوږياڼي وويل، د دې تر څنګ د ١٨ نورو ښوونځيو ودانۍ چې ۴ يې په مرکز، ۸ يې په بهسودو او ۶ نورې يې په سيداباد، جلرېز او نرخ ولسواليو کې دي، ګتې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړي په وينا، پر دغو ودانيو، د ترکيې ولايتي بيارغونې ډلې، پوهنې وزارت، اسيايي بانک او نورو ادارو ٦ ميليونه او څه د پاسه ٥٥٥ سوه زره ډالر لګښت راغلى دى.

د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي د پوهنې وزارت ترڅنګ له ټولو هغو ادارو مننه وکړه، چې په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې کار کړی دی.

ده همدا راز د ترکيې ولايتي بيارغونې ډلې ستاينه وکړه، چې په دغه ولايت کې د دوی له خوا جوړه شوې ودانۍ يې د عصري زده کړو مرکز وګرځاوه.

هغه پر دې هم خوښي څرګنده کړه، چې د پي ار ټي په ودانۍ کې جوړه شوې لېسه يې د حامد کرزي په نوم کړه.

والي دغه راز وويل، چې اوس هم په دغه ولايت کې ١٨٢ ښوونځي او څلور انسټيټيوټونه ودانۍ نه لري او د پوهنې له وزير څخه يې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ د خپلو خبرو پر مهال ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د دغه ولايت لسګونه نورو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او نورې ستونزې به يې هم هوارې کړي.

هغه د ترکيې هېواد له خوا جوړه شوې لېسه د حامد کرزي لېسې په نوم د نومونې له امله د ميدان وردګو ولسونو ته مبارکي ورکړه او په افغانستان کې لومړنۍ د ولايتي بيارغونې ډله وبلله، چې خپله ودانۍ پر تعليمي مرکز بدلوي .

د ترکيې سفير اسماعيل ارمز وويل چې ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغانستان په تاريخ کې نه هېرېدونکي کارونه او هلې ځلې کړي، نو ځکه د دوی هېواد لازمه وبلله، چې د ولايتي بيارغونې په ودانۍ کې جوړ شوی ښوونځی د نوموړي په نوم ونوموي.

نوموړي زياته کړه، پلان لري چې په کابل کې د افغان ـ ترک دوستۍ په نوم د يوه پوهنتون چارې هم ژر تر ژره بشپړې کړي او همدا راز د افغانستان په ټولو ولايتونو کې دوی پوهنيزې او تل پاتې پروژې پلې کوي او افغانانو ته يې پرېږدي.