خوست،ګردېز(پژواک،٢٨غويى٩٣):چارواکي وايي، چې په خوست او پکتيا ولايتونو کې د کتاب لوستلو مينه وال ډېر شوي دي.
ولايتي چارواکو دا څرګندونې د غويي په ٢٨مه په يادو ولايتونو کې د “کتاب اونۍ” د نمانځغونډو پر مهال وکړې.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد امين شاه الفت وويل، چې په دې ولايت کې د کتاب لوستلو او مطالعې کولتور تر پخوا ډېر ښه شوى دى.
ده وويل، د دولتي پوهنتون ترڅنګ د خصوصي پوهنتونونو رامنځته کېدل، د دارالمعلمين او يو شمېر نورو تعليمي بنسټونو جوړېدو د کتاب لوستلو کولتور ته وده ورکړې ده.
الفت زياته کړه، چې په تېرو لسو کلونو کې په خوست کې د مختلفو فرهنګي او کولتوري ټولنو له لوري تر سلو زيات بېلابېل ډوله کتابونه چاپ شوي دي.
د شيخ زاهد پوهنتون رييس پوهنوال محمدرسول باوري پژواک ته وويل، که څه هم اوس د کتاب د مطالعې کولتور تر يوه بريده دود شوی،خو هغې کچې ته نه دی رسيدلی، چې پربنسټ يې ليکوالان وهڅول شي.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې په دې اړه د سيمه ييزو رسنيو د خپرونو په ګډون د عامه پوهاوي ځينې نور پروګرامونه دې جوړ شي.
بله خوا د پکتيا ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري هم د “کتاب اونۍ” نندارتون پرانيستل شو .
دپکتيا داطلاعاتو او کولتور رييس محمد شفا مشفق وويل، په دغه نندارتون کې د دولتي ادارو، فرهنګي ټولنواو د کتاب پلورنځيو له خوا کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
نوموړی وايي، دغه نندارتون به تر درېيو ورځو پرانيستی وي او مينه وال کولای شي، چې له سهاره تر ماښامه ترې ليدنه وکړي.
هغه وايي، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کتاب لوستلو فرهنګ وده کړې ده.
د پکتيا پوهنتون د پښتوادبياتو د څانګې استاد ايمل ښمر پژواک ته وويل، چې دغه ډول نندارتونونه په دې ګټور دي ،چې خلک مطالعې او کتاب اخيستلو ته هڅوي.
نوموړی وايي، د پخوا په پرتله په پکتيا کې د ښوونېزو ادارو په ډېروالي سره کتابتونونه زيات شوي دي.
د يادولو ده، چې د کتاب اوونۍ د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د يو شمېر ټولنو او دولتي ادارو له لوري نمانځل کېږي.