ژبه

تازه خبرونه
په خوست کې د يوه پول د جوړېدو چارې پيل شوې

خوست ښار (پژواک د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٣): په خوست ولايت کې د يوه پول په جوړېدو سره به د دې ولايت د دوو ولسواليو او د پکتيکا د ځينو ولسواليو د خلکو د تګ راتګ ستونزه هواره شي.

دغه پول د خوست مرکز او تڼيو ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي سړک د سيګۍ د خوړ پرسر جوړېږي او کارونه يې د غبرګولي په لومړۍ نېټه د دې ولايت د والي او  نورو د دولتي چارواکو له لوري د بنسټ ډبرې په ايښودو سره پيل شوې.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي د دغه پله د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد پول چې ۱۴۰ متره اوږدوالی او اته متره سور ولري، په ډېر ښه کيفيت سره په بنسټيز ډول جوړېږي، چې نږدې ٦٠ ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.

نوموړي زياته کړه، د دغه پول لګښت  د فوايد عامې وزارت له لوري ورکول کېږي او د جوړېدو کارونه به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړ شي.

والي وويل، چې د ولسمشر حامدکرزي د حکومت له پيل وروسته بيا تر نن پورې د تڼيو ولسوالۍ  خلکو د ياد پله د جوړولو غوښتنه کوله، چې بالاخره يې د جوړېدو کارونه پيل کړل.

د نوموړي په وينا، دا مهال د خوست په بېلابېلو سيمو کې د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې تر کار لاندې دي او د خلکو هغه اندېښنه يې له منځه يوړې، چې ګنې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې به هيڅ پرمختيايي پروژې ونلري.

د خوست د فوايد عامې رييس انجنير مامورشاه پژواک اژانس ته وويل، ټاکل شوې وه، چې د سيګۍ پول څو کاله وړاندې جوړ شوی وای، خو د ځينو مالي او تخنيکي ستونزو له امله وروسته پاتې شو.

نوموړي زياته کړه، د سيلاب راتلو پرمهال د تڼيو ولسوالۍ خلکو نشواى کولای، چې د خوست ښار او تڼيو ولسوالۍ ترمنځ تګ او راتګ وکړي او لاره به په څو ساعتونو د خلکو پرمخ تړلې وه.

هغه وويل، چې د دغه پله پر جوړېدو سره به د تڼيو ولسوالۍ پر اوسېدونکو سربېره د ګربزو ولسوالۍ او حتی د پکتيکا د ځينو ولسواليو د خلکو لپاره د تګ راتګ پرمهال اسانتيا رامنځته شي.

انجنير مامورشاه وويل، چې د دې پله په ګډون دا مهال د خوست په مرکز کې پر څلورو مهمو او لويو پلونو کار روان دی، چې په جوړېدو سره به يې د مرکز شاوخوا ټولې سيمې او ولسوالۍ له ښار سره وتړل شي.

نوموړي زياته کړه، چې په يادو پلونو کې د درې پلونو مالي لګښت نړيوال بانک پرغاړه اخيستی او د تڼيو د سيګۍ پول لګښت د فوايد عامې وزارت له لوري ورکول کېږي.

نوموړی  وايي، چې پرهر يوه پله باندې تر يو ميليون امريکايي ډالرو زيات لګښتونه کېږي، چې د ټولو د جوړېدو چارې به له ۱۲ مياشتو نيولې بيا تر دوو کلونو پورې موده کې بشپړې شي.

د تڼيو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي نورمحمد پژواک اژانس ته وويل، کله چې په خوړ کې اوبه راشي، نو د خوړ دواړو غاړو ته زرګونه خلک تر هغې په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي، ترڅو چې سيلاب کم شي.

نوموړي وويل، چې د سيلاب د راتلو پرمهال خپل ناروغان او په ځينو وختونو کې ټپيان په خپل وخت سره روغتون ته نشي رسولی، خو هيله من دی، چې له دې وروسته دا ستونزه هواره شي.

هغه زياته کړه، چې د دې پله جوړول د دوی بنسټيزه غوښتنه وه او د فوايد عامې رياست له مسوولينو غواړي، چې کارونه يې سم وڅاري او په ډېر ښه کيفيت سره يې جوړ کړي.

د يادونې ده، چې دا مهال د مرکز په درې نورو برخو لکڼو، فارم باغ او د متون په حبش خېلو سيمو کې هم د لويو  پلونو پر جوړولو کارونه روان دي.

ورته موضوع