ګردېز (پژواک٦ غبرګولى ٩٣): د پکتيا ولايت يو شمېر اوسېدونکي په لرو پرتو ولسواليو کې روغتيايي خدمات له نشت سره برابر بولي.
د روغتيايي مرکزونو او دارو درملو کموالى، د مسلکي او ښځينه ډاکټرانو نه شتون، د ځايي اوسېدونکي په وينا په دغه ولايت کې د روغتيايي چارو پر وړاندې سترې ننګونې دي.
د پکتيا د مرکز ګردېز په ګډون د دغه ولايت په ١٤ ولسواليو کې ټول ٣٨ روغتيايي مرکزونه شته، خو ځايي اوسېدونکي يې امکانات خورا کم بولي.
د زرمت ولسوالۍ د “سهاکو” سيمې يوه اوسېدونکي نظرالدين پژواک ته وويل، چې په سيمه کې يې يو روغتيايي مرکز دى، خو روغتيايي اسانتياوې په کمزورې دي.
هغه وايي: ((کله چې ناروغان دغه کلينيک ته ورشي يوازې يې معاينه کېږي او نور دارو درمل له بازار څخه اخلي.))
دی وايي، د دارو او درملو د کمښت له امله ډېری ناروغان مرکز او يا هم کابل ته ځي او په زرګونه افغانۍ لګښت يې کېږي.
د دغه ولايت د احمدخېلو ولسوالۍ د “حسن خېلو” د سيمې اوسېدونکی حاجي مېرګل هم د ورته ستونزو يادونه کوي.
ده يادونه وکړه، چې د سيمې په روغتيايي مرکز کې يې يواځې واکسين او د برسېرنو ټپيانو درملنه کېداى شي.
نوموړی وايي، د دوی ناروغان د درملنې په موخه د څمکنيو ولسوالۍ او يا هم د کرښې پورې غاړې “کرمې اجنسۍ” ته وړل کېږي.
په پکتيا کې د دارو درملو دکمښت سربېره بله لويه ستونزه د مسلکي ډاکترانو د نشتوالي ده، چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي معتبر خان پژواک ته وويل: ((زموږ د سيمې په روغتيايي مرکز کې نرسان د ډاکترانو پر ځاى کار کوي او هر ډول ناروغان پر خپل سر معاينه کوي او درمل ورته ليکي.))
دی وايي، د مسلکي ډاکترانو د نشتوالي له امله ډېر ځله ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکوي
نوموړی غوښتنه کوي چې په روغتيايي مرکزونو کې دې د نورو ستونزو تر څنګ د مسلکي ډاکترانو نشتوالى ته جدي پاملرنه وشي.
په پکتيا ولايت کې د روغتيا په برخه کې د نورو ستونزو تر څنګ د مور او ماشوم مړينه هم يو له لويو ستونزو بلل کېږي.
د لجې منګل ولسوالۍ د “شرابيک” د سيمې اوسېدونکى حاجي ميرزا محمد بيا د ښځينه ډاکټرانو نشتوالى لويه ستونزه بولي.
هغه پژواک ته وويل، د دوی سيمه له ولسوالۍ څخه څلوېښت کيلومتره لرې ده او تر ولسوالۍ پورې غڅېدلی سړک هم ځاى ځاى خراب دى.
دی وايي: ((زموږ د کلي په روغتيايي مرکز کې د ولادي ناروغانو درملنه نه کېږي. مثلاً که په سيمه کې يوه مېرمن ولادي ناروغۍ ولري نو کورنۍ يې اړ ده، چې مرکز ته يې يوسي.))
دی وايي، د سړکونو د خرابوالي او په سيمه کې د ډاکترانو د نشتوالي له امله ډېری وخت ميندې په ولادتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه يې په کلي کې تر لسو زياتې مېرمنې د ورته ناروغيو له امله روغتون په لاره ساه ورکړې ده.
په ولسي جرګه کې د پکتيا ولايت استازی ډاکتر مجيب الرحمن څمکنی هم په دې ولايت کې روغتيايي خدمتونو کم بولي.
څمکنى وايي: ((پکتيا شاوخوا يو ميليون نفوس لري خو د اړوند وزارت ورته د څلور سوه زره کسانو د دارو درملو برخه ورکوي.))
دی وايي، د پکتيا په زياترو روغتيايي مرکزونو کې په هغه اندازه دارو درمل او روغتيايي کارکوونکي نشته لکه څومره چې اړتيا ده.
د ولسي جرګې دغه غړى، د عامې روغتيا له وزارت څخه غوښتنه کوي چې دغه ولايت ته دې د نورو ولايتونو په شان په پوره ډول دارو درمل او نور امکانات ورکړي.
له بلې خوا د پکتيا د عامې روغتيا رياست په دغه ولايت کې تر يوه بريده د خلکو دغه غوښتنې مني خو وايي، چې په ځينو برخو کې يې پرمختګ کړى دى.
د دغه رياست رييس ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، په پکتيا کې ۳۸ روغتيايي مرکزونه شته، چې له دې ډلې يې ٣ روغتونونه، ١٥اساسي روغتيايي مرکزونه او پاتې نور کوچني روغتيايي مرکزونه دي.
ډاکټر شېرزاد وايي، کلونه مخکې په پکتيا کې په دغه شمېر روغتيايي مرکزونه نه وو.
نوموړی وايي، د دوی ټولو روغتيايي مرکزونو کارکوونکو ته يوازې د وزارت له خوا معاش ورکول کېږي او نور ټول امکانات ورسره (يو،اېس،ای، اې، ډي) له خوا مرسته کېږي.
دی وايي، په روغتيايي مرکزونو کې په هغه اندازه دارو درمل، ډاکتران او نور امکانات نه وي، چې د هرې ناروغۍ درملنه پرې وشي.
نوموړی وايي، چې د پکتيا روغتيايي مرکزونو لپاره، چې کوم امکانات ورکول کېږي ټول يې څه د پاسه د څلور سوه زره وګړو لپاره دي.
هغه وايي، چې په دې اندازه دارو درمل ورته بسنه نه کوي.
ډاکتر شېرزاد وايي: ((په ټولو روغتيايي مرکزونو کې نارينه ډاکتران لرو، هڅه کوو چې شمېر يې نور هم ډېر کړو خو د ښځينه ډاکترانو په برخه کې ستونزې شته او موږ ورته بېلابېل وړانديزونه کړي، چې په لرو پرتو سيمو کې دندې ترسره کړي.))
د ده په خبره هغه ښځې ډاکترانې، چې غواړي د پکتيا په ولسواليو کې کار وکړي لوړ معاش او نور امکانات به ورته برابري.
هغه په دغه ولايت کې د شته ښځينه ډاکټرانو شمېر ونه ښود.
په پکتيا کې په تېرو څو کلونو کې دوه سوه قابلې روزل شوي دي، چې د چارواکو په وينا ځيني يې په يو شمېر ولسواليو کې دندې لري.
خو د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکې جميله، چې په ګرديز کې د قابلګۍ له ١٨ مياشتنۍ دوره څخه فارغه شوې پژواک ته وويل، اوس په دې برخه کې دنده نه ترسره کوي او په کور ناسته ده.
هغې وويل: ((ډېر ډاکټرانې او قابلې په لرو پرتو سيمو دندې نه شي ترسره کولاى، ترانسپورت ورته نشته، کورنۍ يې هم نه پرېږي ځکه هلته يې د ځان د اوسېدو په اړه اندېښنه لري.))
هغه وايي، حکومت بايد په لرو پرتو سيمو کې قابلې وروزي او يو شمېر ښځينه ډاکټرانو ته په هغو ځايونو کې، چې دندې ترسره کوي، کورونه ورکړي.
نوموړې، د ښځينه روغتيايي کارکوونکو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ناامني د هر روغتيايي مرکز لپاره ساتونکي پوليس لري او کولاى شي د هغو امنيت خوندي کړي.
بلخوا بيا د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل پژواک ته وويل، چې په هر روغتيايي مرکز او کارو کوونکو د ساتلو لپاره پوليس ګومارل شوي وي.
قوماندان وويل، چې تر اوسه په دغه ولايت کې د روغتيايي کار کوونکو پر وړاندې امنيتي ستونزې نه دې پيدا شوې.
د اورياخېل په وينا، تر دې وروسته به هم په دغه ولايت کې د روغتيايي کار کوونکو په څانګړې ډول د ښځينه روغتيايي کارمندانو ساتنه وکړي.









