مزارشريف (پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ((راځئ پښتو وليکو)) تر سرليک لاندې د پښتو ليکلو د اسانه لارو چارو د زده کړې وړيا دوه مياشتنۍ لړۍ پيل شوه.
دغه لړۍ په بلخ ولايت کې د پښتو ژبې د ودې مرکز- بلخ ادبي خوځښت له خوا د غويي په ۶مه په مزارشريف ښار کې د يوې خبري ناستې په ترسره کېدو رسماً پيل شوه.
د ياد خوځښت مشر ذبيح الله احساس په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې ياده ښوونيزه لړۍ يې په بلخ ولايت کې د پښتو ليکوالۍ د عامولو په موخه پيل کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو ۴۲ ځوانانو، چې لس تنه په کې نجونې دي، په ياده لړۍ کې برخه اخيستې ده.
د هغه په وينا، ياده لړۍ به دوه مياشتې دوام ولري، چې پرته کوم فيس څخه په وړيا توګه د پښتو ليکوالۍ لارې چارې ښودل کېږي.
احساس وويل، چې په هېواد کې په مورنۍ ژبه د زده کړو د نشتوالي له امله په خپله ژبه د ليکلو ستونزه لا هم عامه ده.
نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي، چې په بلخ ولايت کې د پښتنو ځوانانو د يادې علمی تشې د ډکولو په موخه کار وکړي.
د يادې لړۍ ګډونوالې شريفې پژواک ته وويل، سربېره پر دې چې د پوهنتون د درېيم کال محصله ده خو بيا هم په خپله مورنۍ ژبه د ليکولو وړتيا نه لري.
نوموړې زياته کړه، چې په همدې موخه يې په دې لړۍ کې نوم ثبت کړی، چې په خپله ژبه د ليکلو له هنر سره اشنا شي.
د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو پژواک ته وويل، چې دوی په دغه ولايت کې د ورته فرهنګي هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي له تېرو لسو کلونو په دغه ولايت کې د بلخ ادبي خوځښت له خوا د پښتو ژبې د ودې په برخه کې د دوی د کړيو هڅو ستاينه وکړه.
د هغه په وينا دې ته اړتيا ده، چې هر لوستی په خپله ژبه د ليکلو وړتيا ولري.
د بلخ ادبي خوځښت مشر احساس وويل، چې دوه کاله وړاندې هم دوی د همداسې ښوونيزې لړۍ له لارې ۵۲ ځوانانو ته پر پښتو د ليکلو لارې چارې ښودلې وې، چې يو شمېر يې اوس د ليکوالۍ تر څنډو هم رسېدلي دي.










