کابل (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): “ښځه څوک ده؟” نومى اثر، چې شاعرې او ليکوالې جميلې مجاهد کښلى، د چاپ په ګاڼه وپسولل شو.
دغه ١١٥ مخيز اثر، چې په دې وروستيو کې د زرو ټوکونو په شمېر چاپ شوى، د ښځو په اړه د ليکوالې د شعرونو او ادبي طرحو ټولګه ده.
د اثر ليکواله وايي، دا شعرونه او ليکنې يې پخوا ليکلي، د هغې د تنکيو احساساتو انځورګري ده او اوسمهال يې هغه راټول او د افغان ښځو په پلوۍ يې د يوه غږ په توګه چاپ او خپاره کړل.
د علومو اکاډمۍ مشرې څېړنپوه ثريا پوپل د دغه کتاب په اړه کښلي، چې دا د نوموړې د فکر، احساس او ټولنيز درد استازيتوب کوي او په بېلابېلو مناسبتونو کې د ښځو د حقونو د يوې مدافع او فعالې په توګه د هغې د ويناوو او خطابو محصول دى.
هغې هيله ښودلې: ((د جميلې مجاهد ټولې ليکنې زموږ د ټولنې په اصلاح او سمون کې اغېزناکې او ګټورې تمامې شي او د يوه روښانه، ځلانده او نېکمرغه سبا زېرى ورکړي.))
دغه راز مشهورې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې پر ياد کتاب تقريظ ليکلى او په کې يې ويلي، چې د جميلې مجاهد دغه زيار او فعاليت، چې د ښځو د پوهاوي لپاره يې ترسره کړى، سارى يې کم ليدل کېږي، ځکه دا کتاب په رښتيا پر ښځو د تاوتريخوالو هغه هنداره ده، چې هرڅه له ورايه په کې ليدل کېږي او لوستل کېږي.
نوموړې ژمنه کړې، چې د ياد اثر څو شعرونه د موسيقۍ په چوکاټ کې خپلو هېوادوالو ته زمزمه کوي.
د دغه اثر د منځپانګې څو سرليکونه دا دي: د ستارې پيغام خپل مېړه ته!، ښځه څوک ده؟، نه جندر شته نه مندر، د زمانې د جبر لېونۍ، قرباني، اى کاش دختر نمى بودم، زه نجلۍ يم، تو اى زن زجر کشيده افغان، پښتني سترګې او….
جميله مجاهد، چې له څو لسيزو راهيسې د هېواد په مطبوعاتي او فرهنګي چارو کې بوخته ده، “نگاهى به سير تاريخى راديو در جهان و افغانستان”، “ښځه په صدف کې مرغلره” او “زما د کار او ژوند جالبې خاطرې” يې له چاپ او ناچاپو اثارو څخه ګڼل کېږي.









