ګردېز (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٣): د پکتيا په مرکز ګردېز کې سلګونو کسانو د پاکستان او ايران پر ضد لاريون وکړ.
لاريون کوونکو په خپلو شعارونو کې پاکستان او ايران د افغانستان دوه مخي ګاونډيان بلل او د پاکستان د استخباراتو اداره يې په دې تورنه کړه، چې د افغانستان د امنيت د خرابولو لپاره ترهګرو ته په خپل هېواد روزنه ورکوي.
د لاريون يوه تنظيموونکي او د لوی افغانستان د اونيزې غړي فريد احمد تسکين وويل: ))راځئ له افغان ځواکونو سره په ګډه د خاورې ساتنه وکړو، نور نه پرېږدو چې پاکستاني، ايراني او د نړۍ نورې استخباراتي شبکې لاسوهنه وکړي، پاکستان غواړي د جهاد له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کړي او افغانان په خپلو منځو کې په جنګ واچوي.))
د لاريون نورو برخه والو له نړيوالې ټولنې څخه يې هم په کلکه غوښتنه وکړه، چې پر کونړ د پاکستانيو بريدونو د مخنيوي په اړه له افغان حکومت سره په ګډه د مخنيوي او دفاع لپاره مرسته وکړي.
د لاريون يوه بل ګډونوال ميرمزمان ګردېزى وايي، د نړۍ په کچه د ترهګرو د روزنې او د افغانستنان لپاره له خطره ډک هېواد پاکستان دی، چې هېڅکله به افغانان د دوى ظلم هېر نه کړي.









