منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

جنګسالاران او زورواکي په غور کې د پوهنې خنډ دي

· ۱۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

فيروز کوه (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): د وسله والو باج اخيستنه، د ښوونکو په ګومارنه کې د زورواکو لاس، خالي ټولګي، د مسلکي ښوونکو کموالى، د درسي کتابونو نشتوالى او د زده کوونکو زړه توري د غور ولايت د پوهنې سيستم له بحران سره مخ کړى دى.

د پوهنې چارواکي او مدني بنسټونه وايي، چې د نجونو جعلي ښوونځي، د جنګسالارانو له خوا د ښوونکو د معاشونو اخيستل، د سترو زورواکو له خوا له ښوونځيو کارځايونه جوړول، د سياسي ګوندونو او سيالو ډلو نفوذ هغه څه دي، چې د پوهنې سيستم يې له ننګونو سره مخ کړى دى.

د پوهنې رياست وايي، چې ناامني، د غير قانوني وسله والو او طالبانو شتون د ښوونځيو پر وړاندې له عمده ستونزو ګڼل کېږي.

د پوهنې د چارواکو په خبره، د غير قانوني وسله والو ډلو ترمنځ نښتې او د طالبانو شتون د دې لامل شوي، چې د غور د مرکز شاوخوا د دولينه او دولتيار ولسواليو ځينې ښوونځي تړلي پاتې شي.

د غور د پوهنې رييس صبغت الله اکبري وايي، چې وسله وال او زورواکي د ښوونکو په استخدام او ګومارنه کې لاسوهنه کوي، د مسلکي ښوونکو د ورتګ مخه يې نيولې او حتى په ځينو برخو کې د ښوونکو تنخواوې هم خپلو جېبونو ته اچوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پسابند، دولينه، شهرک او چارسدې ولسواليو ځينې برخې او د غور د مرکز اړوند د مرغاب سيمه د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې دي.

اکبري زياته کړه، چې زورواکي ډېرى وختونه ښوونځيو ته د نجونو د ورتګ مخه نيسي او کله چې نا قانونه وسله او جګړه شتون ولري، نو د پوهنې پر وړاندې ستر خنډ دى او مقابله ورسره ګرانه ده.

د پوهنې رييس وويل: ((نو دې ستونزو ته په پام سره موږ ته ګرانه ده چې له ښوونځيو څارنه وکړو.))

هغه په غور کې د پوهنې پر وړاندې د دغو پرتو ستونزو حل د پوهنې ادارې له توانه لوړ بولي او وايي، چې د سرپناه نه شتون، د مسلکي ښوونکو او تدريسي توکو نه شتوالى د دې لامل شوي، چې سمه زده کړه ترسره نه شي، زده کوونکي او ښوونکي زړه ماتي شي.

په غور کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ساحوي رييس جواد رضايي وويل، چې د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې ښوونځي پر کنډوالو بدل شوي او د پوهنې سيستم يواځې د کاغذونو پر مخ پاتې دى.

هغه زياته کړه، چې نه درسي ټولګي او نه هم مسلکي ښوونکي شته او د هر ښوونيز کال په پاى کې جعلي پايلې جوړېږي او د تنخواوو د بندېدو د مخنيوي لپاره داسې ښيي چې ګني ښوونځي په منظم ډول فعال دي.

د ښوونکو له فعاليت څخه د باج اخيستل په شهرک ولسوالۍ کې د ملا مصطفى په نوم يوه سيمه ييز قوماندان تر واک لاندې ساحه کې ترسره کېږي.

د دې ولسوالۍ د يوه لومړني ښوونځي سر ښوونکي، د امنيتي ستونزو له امله د خپل نوم نه اخيستو په شرط وويل، چې ملا مصطفى هره مياشت د هر ښوونکي له تنخوا څخه زر افغانۍ په زور اخلي او که چېرې ورنه کړل شي، نو د وهلو ټکولو د ګواښ تر څنګ يې نغذي جريمه هم زياتېږي.

هغه زياته کړه، چې دغه ښوونځى دوه ښوونکي او ١٢٠ زده کوونکي لري، چې هره مياشت ياد قوماندان ته دوه زره افغانۍ د جزيې په ډول ورکوي.

دغه سر ښوونکي وويل: ((ښوونکى بېچاره څلور زره افغانۍ تنخوا لري، چې زر افغانۍ ترې ملا مصفطى اخلي، دولت بايد د دغه کار مخه ونيسي او وسله وال کسان بې وسلې کړي، څو د ښوونکو قشر، چې د هېواد د راتلونکي جوړوونکي روزي، د هغوى له ظلمونو وژغورل شي.))

ځايي سرچينې وايي، چې ځايي قوماندان ملا مصطفى له وسله والو مخالفينو سره هم اړيکه لري او وايي، چې د خپلو وسله والو د لګښتونو لپاره له ښوونکو پيسې اخلي.

بهرنيو ځواکونو څو کاله وړاندې د ملا مصطفى اډه بمبار کړه او تر ٢٠ ډېر وسله وال يې په کې ووژل، خو خپله ترې ژوندى ووت.

خلک وايي، چې دغه قوماندان له عامو خلکو او د عمومي سړک له مسافرو هم باج اخلي.

د غور يوه مدني فعال محمد وزير نوراني وويل، چې ځايي زورواکي خپل ځانونه تر خپل واک لاندې ساحو د پراختيايي او بيارغونې کارونو په هر ډول چارو کې ښکېل بولي، چې دا موضوع ښوونځيو ته هم غځېدلې ده.

هغه زياته کړه: ((ښوونځي د جنګ سالارانو شخصي شتمني شمېرل کېږي.))

نوراني زياته کړه، چې د دولينې ولسوالۍ د سرحدي سيمې په فراه رود کلي کې چې د جنګ سالارانو تر واک لاندې ساحه ده، يو ښوونځى په کې جوړ شوى، چې هر قوماندان يې په خپل ځان پورې اړوند ګڼي او څه يې چې زړه غواړي هماغه کوي.

مدني بنسټونه وايي، ځايي اداره دا وړتيا نه لري، چې د پوهنې سکتور د غير قانوني وسله والو ډلو له منګولو را وباسي، څوک چې د پوهنې زيربنا او بوديجه د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي.

دوى ګواښ کوي، چې که  ځايي چارواکي ونه شي کولى، چې په فعالانه ډول پر دغه وضعيت برلاسي شي او له يوه جامع پروګرام سره د پوهنې بنسټيزې ستونزې حل کړي، نو دغه وضعيت به له وسله والو ډلو او طالبانو سره مرسته وکړي، چې د پوهنې په برخه کې خپل نفوذ ډېر او راتلونکى نسل د تيارو کندې ته ټېل وهي.

د غور والي سيد انور رحمتي د غير قانوني وسله والو له لاسوهنې اندېښنه وښوده او ويې ويل، نه يواځې وسله وال کسان، بلکې طالبان هم د دولت د پروګرامونو په ځانګړې ډول د پوهنې برخې ستر مخه نيوونکي دي او ځايي اداره له دغو کسانو سره د مخامخېدو توان نه لري.

هغه زياته کړه: ((موږ نه شو کولى، چې له ښوونځيو څارنه وکړو، وسله وال کسان له ښوونکو باج اخلي او پوهنې ته د ستونزو جوړولو لامل ګرځي.))

د غور والي وويل، چې له ٦٥٠٠ څخه ډېر وسله والو د څه باندې ١٣٠٠ ډلو په چوکاټ کې او ٣٥٠٠ طالبان د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې فعاليت لري، چې د امنيت د ټينګښت او قانون پلي کولو مخه نيسي.

رحمتي زياته کړه، چې د پوهنې ټولې ستونزې يې په بيا بيا د ولسمشرۍ په ګډون د چارواکو غوږونو ته رسولې، هغوى ژمنې کړې، خو تر اوسه عملي شوې نه دي.

د شاګردانو سرپناه نشتوالى يوه بله ستونزه ده . د غور ٩٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکو ته په خلاصه فضا، د ښوونځي په انګړ، د دېوالونو څنګ او د ونو تر سيورو لاندې زده کړه ورکول کېږي.

د پوهنې رييس وويل، چې له ٨٤٠ ښوونيزو موسسو څخه ١٣٠ يې ودانۍ لري او پاتې ښوونځي يې نه لري او په ټوله کې د ٨٤ زره نجونو په ګډون څه باندې ٢١٥ زره زده کوونکي په ټولو ښوونځيو کې زده کړې کوي.

د هغه په خبره، د ٧٢ ښوونځيو د جوړېدو کار دوام لري او د ١٣ نورو ښوونځيو قرارداد هم لاسليک شوى، چې د سږ کال په اوږدو کې به جوړ شي، خو د سرپناه له اړخه د زده کوونکو ستونزه نه شي حل کېدلى.

اکبري وويل، چې د غور د پوهنې په تشکيلاتو کې له ٤٦٠ څخه زيات ښوونکي شته، خو اويا سلنه يې غير مسلکي او هغه قرارداديان دي، چې له ديني مدرسو او ١٢ ټولګيو فارغ شوي او ٢٦٠٠ مسلکي ښوونکو ته اړتيا لري.

د غور د پوهنې رييس د دې يادونې تر څنګ، چې په تېرو څلورو کلونو کې زده کوونکو ته هېڅ کتاب نه دى وېشل شوى وويل: ((کله چې يو ښوونځى ودانۍ، مسلکي ښوونکي، کتاب او درسي مواد ونه لري، نو څنګه ويلى شو ووايو چې ښه تدريس ورکول کېږي، په داسې حال کې چې موږ د ښوونې او روزنې په برخه کې د ټولو عناصرو ته اړ يو.))

د غور ولايتي شورا رييس فضل الحق احسان وويل، چې پوهنه د کميت له اړخه ښه شوې خو د کيفيت له اړخه په ډېره ټيټه کچه کې ده.

هغه زياته کړه، چې په ډېرو سيمو کې ښوونځى يواځې يو نوم دى، زده کوونکي ښوونځي ته نه ځي، ښوونځي يو شمېر کسانو ته د عايداتو سرچينې ګرځېدلې، زورواکي او نالوستي د ښوونکو په توګه مقرر شوي او دوى پرته له دې چې د ټولنې د اوږو بار شي، ستونزې لا زياتوي او بل څه ډالۍ نه لري.

د ولايتي شورا رييس وويل: ((د ښوونځيو او زده کوونکو د زياتوالي پر ځاى بايد کيفيت اوچت شي، مسلکي ښوونکي وګومارل شي، سرپناه جوړه او درسي مواد چمتو شي.))

ځينې کورنۍ خپل اولادونه له دې امله له ښوونځي باسي، چې څه نه شي زده کولى، ځکه يې درنو کارونو او شپنۍ ته اړ باسي.

د غور د مرکز د قطس عليا کلي اوسېدونکي ګل احمد وويل، چې ١٤ کلن زوى يې د ښوونځي په اوم ټولګي کې و، خو دا چې د زده کړې سمه زمينه ورته مساعده نه وه، نو ښوونځى يې پرېښود او اوس پسونه څروي.

هغه زياته کړه، چې يو شمېر نور ماشومانو هم د ده د زوى لاره نيولې او که چېرې زده کړه او ښوونه وي او حکومت په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي، نو زامن يې شپانه نه، بلکې په راتلونکي کې ټولنې او خلکو ته د خدمت مصدر وګرځي.

قطس عليا ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکې عايشې وويل، چې ډېرى ورځې ښوونځي ته نه ځي او په کومو ورځو کې چې ولاړه شي نو درس نه وي.

دې زده کوونکې زياته کړه، چې تر شنه اسمان لاندې درس وايي او کله کله د دې لپاره چې ناروغه نه شي، د کورنۍ له خوا ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي.

عايشې وويل، چې په خلاصه فضا کې د دې لپاره چې درس ته ځير شي، ډېر وخت يې فکر بهر ته وي.

د پوهنې ستونزه تر دې کچې ده چې دوو ټولګيو ته د يوه ښوونکي له خوا تدريس ورکول کېږي.

د شهرک ولسوالۍ د کميج ښوونځي سر ښوونکي جليل احمد خليلزاد وايي، چې دا ښوونځى د څه باندې سلو زده کوونکو په درلودو سره يواځې دوه ښوونکي لري، زده کوونکي په ازاده فضا کې درس وايي او ډېرى وختونه دوو ټولګيو ته يو ښوونکى درس ورکوي.

هغه زياته کړه، چې زده کوونکي په داسې يوه وضعيت کې نه شي کولى، چې د درس مفهوم درک کړي، په ځينو حالاتو کې زده کوونکي بې علاقې کېږي او ټولګي ته نه ورځي.

ځيني ښوونځي بيا که څه هم ښه ودانۍ لري، خو زده کوونکي او ښوونکي يې خورا کم دي.

يوه بېلګه يې د غور د مرکز په ٣٥ کيلومترۍ کې د اهنګران ښوونځى دى؛ دغه ښوونځى د منظمې ودانۍ درلودونکى دى او د نورو کليو خلاف يې هر ټولګى لويې کړکۍ لري، مېزونه او څوکۍ په کې شته او ټول دېوالونه يې سپين رنګ شوي دي.

خو کله چې مو دغه ښوونځي ته سر ورښکاره کړ، يواځې پنځه ښوونکي او ٢٠ زده کوونکي په کې حاضر وو او په ځينو ټولګيو کې ښوونکو يواځې درېيو زده کوونکو ته تدريس ورکاوه.

په دغه ښوونځي کې له لومړي ټولګي څخه تر ١٢ ټولګي پورې درس ورکول کېږي او د زده کوونکو شمېر يې ٧٦٠  تنه دى ، چې ٢٧٠ يې نجونې دي.

کله چې له نورو ښوونکو پوښتنه وشوه، نو يوه ښوونکي وويل: ((په کلي کې واده دى، ډېرى ښوونکي او زده کوونکي هلته ورغلي دي.))

يوه بل ښوونکي وويل، چې يو شمېر زده کوونکي د سون توکو د را ټولولو لپاره غرونو ته ځي او ښوونځي يې پرېيښي، چې له امله يې ښوونکي اړ دي، چې کمو زده کوونکو ته تدريس ورکړي.

دا چې په دولتيار ولسوالۍ کې يوه ښځينه ښوونکې هم نشته، يو شمېر کورنۍ د نارينه ښوونکو له تدريس سره مخالفت لري.

يوه ځايي استوګن اميرخان وويل: ((دوې لوڼې لرم، چې تر شپږم ټولګي يې ګډ درس ويلى دى، اوس نو تنکۍ ځوانۍ ته رسېدلې، ښځينه ښوونکې نشته، نور اجازه نه ورکوم چې ښوونځي ته ولاړې شي.))

هغه زياته کړه، چې ښځينه ښوونکې او د نجونو ښوونځي شتون ولري، نو حاضر دى چې لوڼې يې زده کړو ته دوام ورکړي کنه له دې پرته به په کور ناستې وي.

نږدې ٩٠ سلنه ښوونځي د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او د دې تر څنګ د درسي موادو نشتوالى هم د پوهنې د برخې نورې ستونزې دي.

 له دغو ښوونځيو يو هم د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د نجونو مرکزي لېسه ده، چې څاه نه لري او زده کوونکي د ويالې غير صحي اوبه کاروي، چې په نس ناستې او استفراغي ناروغيو اخته کېږي.

د کور او ښوونځي ترمنځ د واټن شتون بله ستونزه ده، چې ماشومان ورسره لاس او ګرېوان دي. په دولتيار او لعل و سرځنګل ولسواليو کې نجونې د زيات واټن په وهلو سره ښوونځي ته پلې ځي.

د دولتيار ولسوالۍ د تېل باى نظر لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې ١٦ کلنه راحله وايي، چې له کور څخه تر ښوونځي پورې اته کيلومتره واټن وهي.

نوموړې، چې له ښوونځي رخصتېدو وروسته د نجونو له يوې ډلې سره په ګرمه هوا کې د کور پر لور روانه وه وويل: ((د دې سيمې خلک له ښوونځي سره زياته لېوالتيا لري، په دې لېسه کې نجونې د خپلو وروڼو تر څنګ درس وايي، خو د لارې اوږدوالى مو خسته او ستړي کوي.))

دې زده کوونکې زياته کړه، طبيعي ده چې ښوونځي ته يو دوه ساعته ناوخته رسېږي او د درس وخت ورنه تېر وي او دا پوره درسونه نه شي زده کولى.

راحلې زياته کړه، چې د مسلکي ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي او دولت بايد دغه ستونزه حل کړي.

غور د يوه دارالمعلمين درلودونکى دى، خو مسلکي ښوونکي د بېلابېلو لاملونو له امله د پوهنې له چوکاټ بهر کار کوي.

د دارالمعلمين رييس فضل الحق فايق وويل، چې دغه دارلمعلمين په ١٣٨٦ کال کې رامنځته شوى او تر اوسه يې څه باندې زر ښوونکي د ٢٠٠ ښځو په ګډون په شپږو پړاوونو کې فارغ کړي، خو مسلکي ښوونکي بيا د تنخوا د کموالي، د زورواکو له خوا د غير مسلکي ښوونکو د ګومارنې له امله په موسسو او نورو ادارو کې تدريسوي.

هغه وويل: ((له دارالمعلمين څخه د فارغ شوو زده کوونکو ډېره برخه د پوهنې وزارت له خوا نه، بلکې د وکيلانو او ځايي زورواکو په سپارښتنه استخدامېږي او له فراغت وروسته د مسلکي ښوونکي پر ځاى نورې دندې ترلاسه کوي.))

فايق زياته کړه، چې لا هم څه باندې ١٢٠٠ تنه د مرکز او ولسواليو په دارالمعلمينونو کې پر زده کړه بوخت دي، چې ٤٥٠ يې نجونې او ښځې جوړوي، چې د هغوى د فراغت او په هغه صورت کې چې کافي تنخوا او امنيت ورته مساعد او د زورواکو مخه ونيول شي، په غور کې به د مسلکي ښوونکو ستونزه تر ډېره حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پوهنې وزارت اعلان کړى، چې په ١٣٩٣ لمريز کال کې به د هېواد په کچه ١١زره نوي ښوونکي وګوماري.

د پوهنې د وزير فاروق وردک په خبره، د دغو ١١زره ښوونکو په ګومارلو سره به د هېواد په دولتي ښوونځيو کې د ښوونکو شمېر ٢٢١ زره کسانو ته ورسېږي، خو په ټوله کې اړتياوې نه شي پوره کولى او د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې سږ کال د جديدالشمول ښوونکو شمېر ١٥زره کسانو ته ورسوي.

د ده په وينا، چې ښوونکي د شته امکاناتو په پام کې نيولو سره جذبېږي او اوسمهال د ښوونځيو ٥٦ سلنه ښوونکي مسلکي دي، خو دا چې ٢٢ زره ښوونکي په دارالمعلمينونو کې په روزنه بوخت دي او سږ کال فارغېږي او هغو ١١زره ښوونکو ته چې ازموينه ترې اخيستل شوې؛ د مسلکي ښوونکو سلنه نږدې ٧٠ سلنې ته رسېږي.

د پوهنې وزير ادعا کوي، چې تر ٢٠١٥ کال پورې به د هېواد ټول ښوونکي مسلکي شي.

د پوهنې وزارت وايي، چې اوسمهال د هېواد په کچه ١٦٦٠٠ ښوونځي فعاليت لري او ټاکل شوې چې دا شمېره د روان کال په اوږدو کې ١٧ زره کسانو ته ورسېږي.

دارنګه په تېرو پنځو کلونو کې د غور په مرکز کې ٦٥٠٠ ښوونځي جوړ شوي، چې د پوهنې وزارت کولى شي هر کال زر ښوونځي جوړ کړي.