کابل (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): د قران کريم د حسن تلاوت اوومه کلنۍ سيالي، نن د هېواد په پنځو زونونو کې د افغانستان اتصالات مخابراتي کمپنۍ له خوا پيل شوه.
له يادې کمپنۍ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، کله چې په ۵ زونونو کې د غوره قاريانو ټاکل پای ته ورسېږي، بيا هغوى کابل ته د سيالۍ لپاره را غوښتل کېږي، چې دا سيالۍ به يوه اونۍ وخت ونيسي او په پای کې به غوره ۵ قاريان اعلان شي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په کابل ښار کې د قاريانو ټاکل سبا (د غبرګولي په٢٧مه) پيلېږي.
د اتصالات کمپنۍ د سوداګريزو چارو مشر ياسر ابوالعمام ويلي: “دا زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی، چې د قران پاک سيالي د نويو امکاناتو او ګټونکو ته د ٧٠٠زرو افغانيو د جايزې په ورکولو سره پيلوو.”
ده زياته کړې، د دې پروګرام موخه دا ده، ترڅو په ځوان نسل کې د قران کريم حسن تلاوت او اسلامي دود ته وده ورکړل شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د قران کريم دغه ډول سيالي هر کال د اتصالات له خوا په لاره اچول کېږي، چې غوره قاريان د حفظ، تجويد او حسن قرائت د ښه والي له مخې په کې ټاکل کېږي.
د دې کمپنۍ له لوري دا سيالۍ په لومړي ځل په ۲۰۰۸زېږديز کال په لاره واچول شوې.
بايد وويل شي، چې د دې سياليو بهير به د روژې په مبارکه مياشت کې، هره ورځ له روژه ماتې څخه مخکې له خصوصي اريانا تلوېزيون څخه خپور شي.










