منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۸ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ایساف درې سرتیري ووژل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۱ کتنې

کابل ( پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۳ ) : د افغانستان په سویل کې د ماین دچاودنې له امله  د ایساف درې سرتیري وژل شوي دي.

به کابل کې دایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د غبرګولي په ۳۰مه، پژواک خبري اژاسن ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  دا چاودنه نن شوې ده. 

سرچینې زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې دایساف درې سرتیري او دهغوی یو سپی وژل شوی دی.

ایساف د پيښې کره ځای او د وژل شویو سرتیرو هویت نه دی په ډاګه کړی، باید وویل شي چې دافغانستان په سویل کې د ایساف ډیری بریتانوي او امریکایي سرتیري میشت دي.

نن په هلمند کې ځایي چارواکو پر بهرنیو ځواکونو د یوه ځانمرګي برید خبر ورکړی و.