ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سيمه ييزو ارګانونو اداره : د پکتيا پر والي د شوي بريد څېړنه دې وشي

د سيمه ييزو ارګانونو اداره : د پکتيا پر والي د شوي بريد څېړنه دې وشي

author avatar
20 Jun 2014 - 16:41
د سيمه ييزو ارګانونو اداره : د پکتيا پر والي د شوي بريد څېړنه دې وشي
author avatar
20 Jun 2014 - 16:41

کابل(پژواک،٣٠ غبرګولى ٩٣):د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پکتيا پر والي جمعه خان همدرد د شوي بريد په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.  

دغه غوښتنه په هغه خبرپاڼه کې شوې، چې د دې ادارې له لوري د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

پر جمعه خان همدرد نن لس بجې د مرازشريف ښار اړوند د ″بلخ په دروازه″    سيمه کې وسله وال بريد وشو .

همدرد پژواک ته وويل، بريد پرې د پوليسو له لوري شوى، چې درې ساتونکي يې په کې وژل شوي او څلور نور  ټپيان دي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دې بريد غندنه کړې او له امنيتي ارګانونو يې غوښتي، چې د پېښې پلټنه وکړ او عاملين يې ونيسي.

يادې ادارې په ورته مهال پر امنيتي ارګانونو غږ کړى، چې د سیمه ییزې حکومتوالۍ د لوړ پوړو چارواکو د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي.

ددې ترڅنګ د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند پخواني وياند قريب الرحمن سعيد د ټېلېفون په ليکه پژواک سره په خبرو کې دغه بريد په کلکو ټکو وغاند.

سعيد له حکومتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې دې د زورواکو مخه ونيسي؛څو پخوانۍ ترخې تجربي بيا تکرار نه شي.

پر جمعه خان همدرد دا بريد په داسې حال کې و، چې نوموړى په مزارشريف کې له خپل کور څخه کابل ته پر لاره و .

د بلخ ولايت پوليسو تراوسه د دې پېښې د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ويلي، خو يادونه يې کړې، چې د والي جمعه خان همدرد او پوليسو تر منځ نښته شوې ده.

د جمعه خان همدرد وياند روح الله سمون ؛چې د بريد پر مهال له والي سره په موټر کې و پژواک ته وويل، چې پوليسو مستقيما د والي همدرد پر موټر ډزې وکړې.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرازق قادري ويلي، چې د دې پېښې په تړاو څېړنې پيل شوې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.