منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

“د بند امير په ليدو د جګړې او ځانمرګي وېره له ذهنه وځي”

· ۸ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

باميان (پژاک ٢ چنګاښ ٩٣): د افغانستان د لومړي ملي پارک بند امير د زړه راښکونکو او ښکلو منظرو په ليدو د جګړې، چاودنې او ځانمرګي وېره له ذهنونو وځي او انسان خپل ځاى په يوه ارام او تخيلي فضا کې احساسوي.

بند امير په ١٣٨٨ کال کې د هېواد د لومړي ملي پارک په نوم ونومول شو، همدا اوسمهال د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دغه طبيعي بند ته د ورتلو بهير پيل شوى دى.

د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ډلې ډلې خلک دغه تفريحي پارک ته ورځي او خپل وخت په کې په خوښۍ سره تېروي.

بند امير په يکاولنګ ولسوالۍ کې يو له لرغونو سيمو ده، چې د باميانو د مرکز شمال لوېديځ په ٧٢ کيلومترۍ کې موقعيت لري.

دغه زړه را ښکونکې ساحې ته په ورتګ سره غرونه پر شنو بوټو، واښو پوښل شوي د غونډۍ په لوړو کې لاجوردي بندونه ځلېږي.

د دغه ملي پارک دننه، چې ٤١ زره هکتاره ځمکه رانغاړي، ګڼ مېله ځايونه شته، چې د اوبو شرشرې او طبيعي ځړوبي يې انسان ته د خوښۍ او تازه والي احساس ورکوي.

کرايي کښتۍ او په کې ګرځېدل هوش او حواس د ژوند له ستونزو باسي او يوې ارامې فضا ته يې وړي. د بند د اوبو له پاسه صحرايي مرغابۍ ليدل کېږي، چې د بند ښکلا يې لا زياته کړې ده.

رنګ رنګ لوى او کوچني کبان او اهکي ډبرې د بند د اوبو ښکلا زياتوي.

دغه سياحتي سيمه يو ارام چاپېريال لري او يوه له هغو سيمو ده چې ليدلو ته يې تر ټولو ډېر کورني او بهرني سيلانيان ورځي.

په دغه ځاى کې د لامبو کوچني طبيعي حوزونه شته، چې سيلانيان په کې لامبي او هغه کسان چې لامبو يې ښه زده ده، نو په نورو لويو حوزونو کې لامبي.

د سيمې امنيت په بشپړ ډول نيول شوى، هغه کسان چې له خېمې سره بند امير ته راځي، نو په هر ځاى کې چې خپله خېمه ولګوي، کومه امنيتي ستونزه نشته.

دغه لرغونې ساحه اوه طبيعي بندونه لري، چې له ذولفقار، هيبت، پودينه، قنبر، غلامان، بربر او پنيرک په نامه يادېږي. ددغه بندونو ژور والى، چې په ١٣٥٢ لمريز کال يې د الماني لامبو وهوونکو له خوا اندازه اخيستل شوې، ٩٠ مترو ته رسېږي.

په بند امير کې د مسافرو د استوګنې او اسانتياوو لپاره هوټلونه، هټۍ او خېمې شته او ځينې کورنۍ په کې شپې تېروي او له خوندورو خوړو، اوبو او هوا څخه يې خوند اخلي.

د پکتيا ولايت اوسېدونکى روح الله، چې له خپلو څو ملګرو سره امير بند ته راغلى و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لومړي ځل لپاره دلته راغلى او وخت ورباندې ښه تېرېږي.

هغه زياته کړه: ((خلک له جګړې، نښتو، چاودنو او ځانمرګو ستړي شوي دي، ما خپله هم دلته له جګړې او نا امنۍ وېره له ځانه لرې کړه، هيله لرم، چې په ټول وطن کې مو سوله راشي او د جګړې او وينو تويېدنو لمن ټوله شي.))

دغه ځوان زياته کړه، چې د بند امير له ليدلو سره يې زياته لېوالتيا درلوده، څو يوه شپه دلته راشي او د بند امير په ټولو ساحو کې وګرځي، ښه تفرېح وکړي او ښه خواړه وخوري.

د بند په کونج او ګوښه کې کورنۍ له ماشومانو سره ليدل کېږي او بند د طبيعي منظرو په ليدلو سره غواړي، چې خپل پرېشانه او ستړي فکرونه او ذهنونه ارام کړي.

يما، چې له خپلې کورنۍ او دريو ماشومانو سره له کابله بند امير ته راغلى او ماشومان يې بند ته نږدې په لوبو بوخت وو، وويل: ((د کابل ګردجنه او ککړه هوا انسان ځوروي، هر وخت چې له کوره را وځو نو وېره راسره وي، چې کوم ځانمرګي کې ونه مرو.))

خو هغه زياته کړه، چې دلته فضا بل ډول ده، کورنۍ په هر کونج او ګوښه کې را ټولې شوې او په ارامه فضا کې تفرېح کوي، په ذهن کې يې د جګړې او نا امنيو وېره نه وي.

يما چې په يوه نا دولتي موسسه کې کار کوي، زياتوي چې د بند امير په ليدو سره انسان فکر کوي، چې په افغانستان کې نه دى او کوم بهرني هېواد ته راغلى دى.

د کورنيو لپاره ځيني کرايي مېلمستونونه جوړ شوي او کوټو ته يې اوبيزه برېښنا ورغځېدلې ده. د تنکيو وريو (بره) غوښه يې ځانګړى خوند لري او پر دې سربېره په هوټلونو کې ورېتېږي، چې خپلو مېلمنو ته يې پخوي.

د باميانو د مرکز يوې اوسېدونکې زهرا وويل: ((زه له خپلې کورنۍ سره د پخلي توکي هم راوړم، څو ميله وکړو او د خپلې خوښې خواړه پاخه کړو.))

هغې وويل، چې د کال په دغه موسم کې په بند امير کې د وزې غوښه زياته پيدا کېږي او دوى يې د دوه پيازې له جوړولو سره لېوالتيا لري.

د دوولسم ټولګې فارغې زهرا زياته کړه، چې هر کال له خپلې کورنۍ سره دغه دوبنۍ ساحې ته راځي، سيل کوي او خپل وختونه په خوښۍ سره تېروي.

په ټوله کې د بند امير په شاوخوا کې د ١٤ کليو خلک ژوند کوي، چې د سيلانياتو له راتګ څخه ګټه ترلاسه کوي.

ځيني يې لاس پلورنه کوي او خپل توکي لکه چکه، مستې، قيماق، کورت او لاسي صنايع لکه ټغر او د خامک دوزۍ ټوکران خرڅلاو ته وړاندې کوي.

د غلام علي په نوم يوه ځايي اوسېدونکي وويل، کله چې له بند امير څخه د سيلونو موسم پيلېږي، خپل مېلمستون سېلانيانو ته په کرايه ورکوي او ځايي خواړه لکه قورت، حلوا، قيماق او مستې ورته چمتو کوي.

هغه وويل: ((حتى مېلمانه بند ته راځي، زموږ کار ورسره جوړېږي، ښه عايد ترلاسه کوي او هره مياشت تر شلو زرو پورې افغانۍ اخلو.))

غلام علي زياته کړه، چې د مېلمستون د کرايې او ځايي غوړو د خرڅلاو له درکه هم عايد ترلاسه کوي.

د بندامير يوه اوسېدونکي امين الله، چې د بند ساتونکى هم دى وويل: ((درې کوټې هم لرم، چې کورنيو ته يې په کرايه ورکوم او هره ورځ له پنځو سوو تر زرو افغانيو پورې ترلاسه کوم.))

هغه زياته کړه، چې د اوړي په موسم کې بند امير ته تر ټولو زيات سيلانيان راځي او د ځايي خلکو بازار ګرم دى، خو په مني کې يې شمېره کمېږي او په اوړي کې محدوده وي.

هره ورځ په لسګونو موټر بند امير امير ته راځي او خصوصي سکتور يې د درېدو له اړخه ټکس اخلي.

د بند امير دروازې اجاره لرونکي محمد کربلايي وويل، چې په دې ورځو کې د خلکو تګ راتګ ډېر شوى او له هر موټره له پنځو تر سلو پورې افغانۍ اخلي.

هغه زياته کړه، چې دغه دروازه يې د يکاولنګ له ښاروالۍ په کلنۍ اجاره نيولې او د ښاروالۍ قانون له مخې له وسايطو پيسې اخلي.

د يکاولنګ ښاروال محمدنبې مبارز وويل، چې ملي پارک سږ کال خصوصي سکتور ته په ٣٥٠ زره افغانۍ اجاره ورکړل شوى اوهغه عوايد چې د ټکټ له اړخه تر لاسه کېږي، په همدې سکتور پورې اړه لري.

هغه زياته کړه، چې امير بند د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د هرکلي لپاره پوره چمتو دى او او د دوى لپاره يې ګڼې اسانتياوې لکه هوټل، خېمه، د خوراکي توکو او ځايي لاسي صنايعو د پلور غرفې چمتو کړې او د افغان امنيتي ځواکونو له خوا يې امنيت نيول شوى دى.

مبارز زياته کړه، د بند امير کمېټه چې د ولايتي ادارې، د کرنې رياست، ژوند چاپېريال او يکاولنګ ښاروالۍ څخه جوړه شوې، تر ډېره هڅه کوي چې دغه تفريحي سيمې ته غوره خدمات چمتو کړي او هغه محدود عوايد چې د بند د اجارې له اړخه ترلاسه کېږي، يواځې پر پاک کارۍ او نظافت لګول کېږي.

د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستيال سد مصدق خليلي ، چې له دغه بنده يې ليدنه کړې، وويل چې ګڼ شمېر خلک د تفرېح لپاره دغه ملي پارک ته راځي او دغه هيله يې زېږوي، چې په راتلونکي کې به د لا زياتو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د جذب لپاره طبيعي منظرې معرفي او د دوى لپاره غوره تفرېح ځايونه شي.

هغه زياته کړه، چې بند امير د بهرنيانو لپاره خپل راښکون لري او د ګرځندويانو په راتګ سره به هم د خلکو اقتصاد او هم د لبنياتو او لاسي صنايعو پلور وده وکړي او هم به د ښاروالۍ لپاره عايد ولري.

له باميانو بند څخه د ليدنو فصل د پنځو مياشتو لپاره دوام لري، ځينې بهرني وګړي چې په موسسو کې کار کوي، له دې لرغونې ساحې ليدنه کوي.

خو د کابل او نورو ولايتونو سيلانيان باميانو ته د غځېدلې لاره په اوږدو کې د امنيت، هوايي ترانسپورټ او هوايي ډګر د نشتوالي له امله دغه تفريحي سيمې ته نه شي تلاى.

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رييس کبير دادرس وويل، چې د باميانو هوايي ډګر تر کار لاندې دى، چې له امله يې الوتنې کمې شوې او کم شمېر سيلانيان راځي.

هغه زياته کړه، چې که چېرې د ميدان وردګو او پروان ولايتونو امنيت خوندي شي، نو ورسره به په باميانو کې د سيلانيانو کچه دوه چنده کړي.

باميان ګڼ شمېر تاريخي او سياحتي سيمې لري، چې له دې ډلې د بودا د ويجاړو شوو مجسمو، په څنګ کې يې د څه باندې درې زره غارونو، اژدر، د غلغله او ضحاک ښارونو، د کيلګان استوپو او د ګوهرګين، چهل دختران او چهل برجه کلاګانې يادولى شو.

خلک او ځايي چارواکي وايي، چې د دغو سيمو ځينې برخې بيارغونې ته اړتيا لري او که چېرې ورغول شي او د ګرځندوى اړينې اسانيتاوې ورته رامنځته شي، نو زيات ګرځندويان به جلب کړي او له درکه به يې خلک او دولت ښه عايد ولري.

د باميانو د بابا غر هم د بند امير غوندې د ملګرو ملتونو د ساتنې په لېست کې راغلى او په همدې موخه يې په اوږدو کې اوږدې پلې لارې، هوټلونه او شنه پارکونه جوړ شوي دي.

د بابا غره په واورينو لمنو کې د افغانانو او بهرنيانو له خوا د سکي سيالۍ ترسره کېږي، چې دا خپله د هېواد له ځانګړتياو يوه ده، چې بهرنيانو ته يې څرګندوي.

د بابا غرونو لړۍ، چې تر ټولو لوړه څوکه يې د شاه فولادي په نوم يادېږي، د سمندر له سطحې ٥١٤٧ متره لوړالى لري او د باميانو د مرکز په سوېل کې پرته ده.

د دغه غره په لوړو برخو کې د اوبو طبيعي څلور حوزونه شته، چې ژوروالى يې له لسو څخه تر ٢٠ مترو او پراخوالى يې له ١٢ څخه تر ١٥ جريبو پورې کېږي، چې د هر ليدونکي پاملرنه ځان ته ور اړوي.