ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زوی خپل سپین ږېری پلار وواژه

author avatar
30 Jun 2014 - 11:59
author avatar
30 Jun 2014 - 11:59

ښرنه (پژواک ٩ چنګاښ ٩٣): د پکتیکا په اومنه ولسوالۍ کې یوه زوی خپل سپین ږېری پلار وژلی دى.

د يادې ولسوالۍ د سپینه کلي اوسېدونکي عبدالولي دچنګاښ په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې وژل شوی کس د دوی کلیوال دی او نږدې اتیاکاله عمر یې درلود.

نوموړی وایي: ((محمدهاشم اکا تېره شپه د خپل زوی محمدنسیم له لوري د تبر په وسیله د سر اوخېټې په برخو کې وهل شوی او وژلى يې دى.))

نوموړي وویل، وژل شوي ياد سپین ږېري په کلي کې قصابي کوله او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې زوی ورسره سم چلند نه کاوه.

د عبدالولي په خبره، محمدنسیم خپل پلار له دې امله وژلی، چې هغه به ورته همېشه نصیحت کاوو، له ناوړه کارونو به يې را ګرځاوه.

دی زیاتوي، قاتل له وژنې وروسته تښتېدلی او خلک يې د نيولو په هڅه کې دي.

د اومنې امنيه قوماندان څارن محمد توفيق پژواک ته د دې پېښې پخلى وکړ او ويې وويل، چې قاتل تېښته کړې او پوليس يې په لټه دي.

هغه د پېښې د څرنګوالي په تړاو څه ونه ويل خو يادونه يې وکړه چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.