باميان (پژواک ١٥ چنګاښ ٩٣): باميانو ولايت کې د جاپان هېواد په مرسته د دريو منځنيو ښوونځيو په جوړېدو سره شاوخوا زرو انجونو او هلکانو ته د مناسب تدريس زمينه برابره شوه.
د باميانو د پوهنې رييس محمد رضا وويل، چې يو ښوونځى د باميانو مرکز په چارچشمه سيمه کې، چې ٨ درسي ټولګي او څلور اداري خونې لري، جوړ شوى او دوه نور په يکاولنګ ولسوالۍ کې جوړ شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دوه ښوونځي ٨ او ١٢ درسي ټولګي، ٨ ادارې خونې او د نورو امکاناتو درلودونکي دي او په معيار او پاخه ډول په يوه پوړ کې جوړ شوي دي.
د باميانو ولايت د پوهنې رييس زياته کړه، د دغو دريو ښوونځيو زده کوونکي چې شمېر يې له زرو څخه اوړي، له دې وړاندې په ازاده فضا او خېمو کې زده کړې کولې، خو د نوو ودانيو په جوړېدو سره د ځاى له پلوه د دوى ټولې ستونزې هوارې شوې دي.
د يکاولنګ ولسوالۍ د شهرستان منځني ښوونځي د اوم ټولګي يوې زده کوونکې، د خوشالۍ په څرګندولو سره وويل: “موږ اوس په نوي تعمير کې درس وايو، له دې وړاندې مو په ازاده فضا کې زده کړې کولې او ځينې شاګردان به ډېر په تنګېدل او مکتب ته به نه راتلل.”
هغه زياته کړه، چې اوس ورته په ارامه فضا کې د زده کړې ښه شرايط برابر شوي او هيله لري چې په راتلونکي کې خپل ټول درسونه په ښه توګه پرمخ يوسي.
د دغه ښوونځي د اتم ټولګي يوه زده کوونکي عبدالصمد وويل: “زموږ کلى له مکتب څخه دوه ساعته لرې دى، مخکې له ډېرې ستونزې سره مخ وو، له لرې به راتلو او تر خېمې لاندې به مو درسونه ويل، او دا زموږ لپاره ډېره سخته وه، له يوې خوا به لارې ډېر ستړي کړو او بلخوا به ګرمو خېمو ډېر په تنګولو.”
د باميانو د پوهنې رييس زياته کړه، چې دغه دری ښوونځي د جاپان هېواد د ٣٠ میليونه افغانيو په مرسته جوړ شوي دي.
سرچينې زياته کړه، چې له ١٤٠زره ډېر زده کوونکي چې پنځوس سلنه يې نجونې دي، د باميانو ولايت په کچه په ٣٦٧ ښوونځيو کې زده کړې کوي، خو اوس هم ١٣٢ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ازاده فضا او تر خېمو لاندې خپل درسونه پر مخ وړي.
د ويلو ده، جاپان هېوا تېر کال ژمنه کړې وه، چې له پوهنې وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشوانو لپاره د وجهي صندوق په تخنيکي همکارۍ سره به په باميانو، دايکنډي او غور ولايتونو کې ٧٠ ښوونځي ورغوي، چې له دې ډلې يې تر دې مهاله په باميانو او دايکنډي کې ١٠ ښوونځي ګټې اخيستو ته سپارل شوي دي.










