منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۷ غ.م
۱°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

دولتي پوهنتونونه د اختر تر پنځمې نېټې رخصت شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۱ کتنې

کابل (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٣): د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پلاوي د پرېکړې له مخې د هېواد د مرکز او ولايتونو دولتي پوهنتونونه د کوچني اختر تر پنځمې ورځې (د زمري ١١مه) رخصت شول.

د کابل پوهنتون رييس پوهاند حبيب الله حبيب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه تصميم يې  نن د  کابل پوهنتون د محصلينو تر منځ له شخړې وروسته نيولى دى.

نوموړى وايي، چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په دغه تصميم کې نه دي شاملې او په دې برخه کې اختياري دي.

د کابل پوهنتون رييس وويل، چې تېره ورځ د کابل پوهنتون د محصلينو تر منځ شخړه د شپږو محصلينو د ټپي کېدو لامل شوه.

هغه وويل، چې ټپيان د کيور په نوم روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

د کابل د جنايي څېړنو رييس ګل اغا پادشاه هم د محصلينو تر منځ د شخړې پخلى وکړ او ويې ويل، چې تر اوسه د دې شخړې لامل نه دى څرګند.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د کابل پوهنتون په ليليه کې د ښځينه محصلينو ترمنځ هم شخړه شوې وه، چې له امله يې يوه محصله ټپي شوه.