کندوز (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٣): د کندوز ولايت امنيتي چارواکي، د دغه ولايت په چهاردره ولسوالۍ کې د يوه بهرني طالب په ګډون د لسو وسله والو د وژلو او د هغوى د يوه قوماندان د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د کندوز امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو مخالفينو تېر ماښام د چهاردرې ولسوالۍ په وردګو کلي کې د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوستې بريد وکړ، چې نښتې بيا تر نيمې شپې پورې دوام وکړ.
هغه زياته کړه، چې د امنيتي ځانګړو قطعو د هوايي مرستې او د جګړې په ترڅ کې، په شمالي وزيرستان پورې د اړونده يوه طالب په ګډون ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او مړي يې په سيمه کې پاتې دي.
محسني زياته کړه، چې په دغه نښته کې د طالبانو د يوه پوځي قوماندان ابوحذيفه په ګډون ٩ وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندان وويل، چې په دغه پېښه کې امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
د چهاردرې اوسېدونکي، له دغو عملياتو څخه هرکلى کوي.
د سيمې يوه اوسېدونکي روح الله وويل، چې دغه عمليات د امنيت په راوستو کې ډېر اغېزناکه ثابت شوي، خو بايد هڅه وشي، چې ملکي وګړو ته په کې زيان ونه رسيږي.
هغه زياته کړه، چې تېره شپه د درنو او سپکو وسلو ډزونه اورېدل کېدل. وروسته د الوتکې اواز هم تر غوږو شو، چې له هغه وروسته جګړې نور هم زور واخيست او سهار خبر شول، چې يو شمېر وسله وال طالبان مړه او ټپيان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې د کندوز په خان اباد کې يې پنځه اربکيان وژلي او څلور نور ټپيان دي، خو سيمه ييز چارواکي بيا دغه ادعا ردوي.










