ژبه

تازه خبرونه
په ارګون کې ځانمرګۍ بريد وشو

ښرنه (پژواک ١٨ چنګاښ ٩٣): څو شېبې وړاندې د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې ځانمرګی بريد وشو.

 د پکتيکا امنيه قوماندان نبي جان ملاخيل د چهارشنبې په ورځ ماښام نږدې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ارګون ولسوالۍ د جنايې څېړنو پر مدير زلمي ځانمرګی بريد شوی، چې نوموړى په کې وژل شوی او درېيو نورو ملي پوليسو ته مرګ په کې ژوبله اوښتې ده.

 د هغه په وينا، ځانمرګی پلی روان و او د جنايي مدير له موټر سره يې ځان ټکر کړى دى.

 وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.