منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.و
۱۵°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

سرچينه: د داعش ډلې مشر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کابل کې و

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

کابل (پژواک ٢٠ چنګاښ٩٣): په عراق کې د نوې را پيدا شوې ډلې (داعش) مشر ابوبکر البغدادي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د”اسحق جبهې” د غړي په توګه په کابل کې دنده ترسره کړې ده.

اسحق جبهې، چې مشري يې مولوي اسحاق کوله، د القاعده ډلې تر ماموريت لاندې د طالبانو په واکمنۍ کې د بګرام د پوځي ليکو مسووليت پر غاړه درلود.

بغدادي په کابل کې:

د افغانستان يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ابوبکر البغدادي له ١٣٧٥ څخه تر ١٣٧٩لمريز کاله پورې په کابل کې له ابومصعب الزرقاوي سره يو ځاى اوسېده.

زرقاوي د خپل ژوند په وروستيو کلونو کې د القاعده شبکې له مهمو غړو شمېرل کېده، چې په ٢٠٠٦زېږديز کال، په عراق کې د امريکايي پوځيانو د هوايي بريد په ترڅ کې ووژل شو.

سرچينې په افغانستان کې د البغدادي د دندې په اړه څه نه دي ويلي؛ خو يادونه یې کړې، چې د کابل ښار د وزير اکبرخان مېنې په ١١ سړک کې له خپلو يو شمېر عرب جنګياليو او افغان طالب مشرانو سره اوسېده.

بغدادي او يو طالب چارواکى:

پژواک اژانس تر هڅو وروسته د طالبانو د واکمنۍ يو داسې چارواکى پيدا کړ، چې البغدادي يې له ١٣٧٨ څخه تر ١٣٧٩لمريز کاله پورې په کابل کې له نږدې ليدلى دى.

دغه پخواني طالب چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې ابوبکر البغدادي يې له ځينو طالب ملګرو سره بلد و او په خپله يې هم له نږدې ليدلى دى.

سرچينه وايي: ((ابومصعب زرقاوي،ابوبکر البغدادي او د هغوى له څو تنو ملګرو سره مې هغه مهال وليدل، چې د يوې مسئلې د حل لپاره زما يوه ملګري ماته راوستل؛ دوی یوه افغان ټيټ رتبه طالب ته ۶٠٠ ډالر ورکړي وو، څو وسلې ورته واخلي، خو هغه ورسره درغلي کوله او پيسې يې ترې وهلې وې.))

د سرچينې په وينا، زرقاوي ته يې د هغه طالب په اړه، چې د ننګرهار د شينوارو اوسېدنکى و، په عربي ژبه وويل: (( له پيسو دې لاس ووينځه؛ هغه له ډېرو خلک سره دوکه کړې ده.)

د بغدادي ملګري:

سرچينه د ابوبکر البغدادي نږدې ملګري، ابومصعب زرقاوي، اميرخان حقاني (زابلى)، مولوي خالد مشهور په ملا کوچني، مولوي انور او د طالبانو د واکمنۍ د لوړو زده کړو وزير حمدالله نعماني ښيي.

سرچينه وايي، ابوبکر البغدادي د ده د معلوماتو له مخې، په اصل کې عرب او د امام حنبل په مذهب دى.

دا منبع زياتوي، بغدادي هغه مهال يو متواضع انسان و او هر ورځ به يې مازيګر مهال له نور ملګرو سره د اماني لېسې په چمن کې فوټبال کاوه.

د سرچينه په وينا، داسې ګومان کېږي، چې د بغدادي په مشرۍ د داعش نوې رامنځ ته شوې ډله له القاعدې سره داخلي اړيکې لري او د يادې شبکې يوه څانګه ده.

داعش او القاعده:

د طالبانو په وېبپاڼه “جهاد غږ” کې د خپور شوي يوه ويډيويي فلم په يوه برخه کې ابوبکر البغداي ته له منسوب غږ څخه هم معلومېږي، چې بغدادي د القاعده ډلې مشرانو ته درناوى لري.

دا غږ، ابوبکر بغدادي ته د منسوب وروستي خپاره شوي ويډيويي فلم له هغه غږ سره ورته والى لري، چې د عراق د موصل ښار په جامع جومات کې د روژې په شپږمه د هغه د خطبې پر مهال اخيستل شوى دى.

د طالبانو پر وېبپاڼه “جهاد غږ” خپور شوي ويډيويي فلم کې بغدادي ته منسوب غږ کې ويل کېږي: ((د خلافت مسئله په داسې ستونزمن او له جنجاله ډک وخت کې راپورته شوه، چې مسلمانانو خپل خواږه او محبوب ځوانان له لاسه ورکړل، هغه ځوانان، چې د خپل سر په جمجمو، د بدن په وینو او په خپلو با ارزښته ارواحو یې له اسلام نه ځان قربان کړ؛ له هغې جملې شیخ الاسلام او د خپل وخت امام ابو عبدالله اسامه بن لادن د امت فخر او د عزت تاج، د دوی له جملې څخه د ظالمانو نابودوونکی الشیخ انور العولقي، د دوی له جملې نه عالم او مجاهد او د خدای ډالۍ ابو مصعب شهید د استشهادینو مشر. او داسې نور…))

اميرالمومنين:

بغدادي د داعش ډلې له رامنځ ته کولو سره سم اعلان وکړ، چې د ټولې نړۍ اميرالمومنين دى او خلک يې بايد بيعت وکړي.

د “جهاد غږ” له لوري د ويډيويي فلم په يوه څنډه کې ده ته د منسوب غږ په ټايټل کې هم ابوبکر البغدادي له نوم سره د اميرالمومنين کلمه ليکل شوې ده.

کارپوهان په دې باور دي، چې داعش ډله او په ټوله کې القاعده شبکه غواړي، څو د طالبانو مشر ملامحمدعمر چې ځان اميرالمومنين بولي، له صحنې وباسي او د مسلمانانو د امير واګې عربانو ته ورکړي.

ځينو سرچينو د دې مسئلې د تاييد تر څنګ ويلي، چې داعش ښايي دا هڅه وکړي، ځکه د نړۍ له مسلمانانو يې هم غوښتي، چې ورسره بيعت وکړي.

خو د سياسي چارو کارپوه قاضي محمد حسن حقيار پژواک ته وويل، چې د داعش ډلې مشر د اميرالمومين په توګه اعلانېدل، د خلکو او په ټوله کې د مسلمانانو په خوښه نه وو.

هغه وايي: ((د طالبانو امارت او داعش ډله په خپلو کې د دوستۍ اړيکې نه لري، د هغې مشر د نړۍ د مسلمانانو له خوښې پرته خپل ځان امير المومنين اعلان کړى او ملا عمر هم د نړۍ د مسلمانانو له خوښې پرته دا کار کړى و.))

بغدادي څوک دى:

د بغدادي د ژوند په تړاو ډېر معلومات نشته، خو ويل کېږي، چې نوموړى په ١٣٥٠لمريز کال د عراق د سامرا ښار په يوه مذهبي کورنۍ کې زېږېدلى دى.

واشګټن پوسټ په خپل يوه رېپوټ کې د نوموړي اصلي نوم ابراهیم عواد ابراهیم علي بدري سامرایي ياد کړى، چې په وينا يې د بغداد په پوهنتون کې يې د اسلامي علومو په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې دي.