غزني (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٣): په غزني ولايت کې د پژواک خبري اژانس خبريال سيف الله مفتون د ناپېژانده وسله والو له لوري وهل ټکول شوى او د خبريالۍ اړوند وسايل يې هم ترې اخيستي دي.
سيف الله مفتون وايي، چې تېره ورځ له روژه ماتې وروسته په غزني ښار کې خپل کور ته روان و، چې د ښار اړوند د جندرما په سيمه کې د وسله والو له لوري ودرول شو.
مفتون وايي: ((څو تنه چې مخونه يې پټ او په موټر کې ناست وو، زه ودرولم، يو يې راښکته شو او له ماسره يې شخړه پيل کړه، بيا بل کس راښکته شو او زه يې څو سوکان او څپېړې ووهلم . وروسته يوه سر ته تومانچه راته ونيوله او ټول کاري وسايل يې راڅخه واخيستل.))
هغه وايي، چې وسله والو ترې يو کمپيوټر، دوه موبايل ټليفونونه، ځيني نور وسايل او نغدې پيسې وړې دي.
د پژواک خبريال وايي، له چاسره شخصي ستونزه نه لري او کلونه کېږي چې د غزني په ښار کې اوسېږي.
د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل دا پېښه په کلکو ټکو غندي او په اړه يې د جدي څېړنې غوښتنه کوي.
کړوخېل وايي: ((له څو مياشتو راهيسې د غزني والي له سيمه ييزو خبريالانو سره ستونزې لري او همکاري ورسره نه کوي. د دوى تر منځ فاصله ډېره شوې او کېداى شي د پژواک پر خبريال په بريد کې هم د ولايت مقام لاس ولري.))
ده هيله وکړه، چې د غزني ولايت مقام بايد له خبريالانو سره خپله همکاري زياته کړي.
په غزني کې د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې مسوول اسدالله جلالزى وايي، چې نامعلومو وسله والو په غزني ښار کې د پژواک اژانس خبريال وهلى ټکولى او وسايل يې ترې لوټلي دي.
بلخوا په کابل کې د دې ټولنې اجرايي رييس فهيم دشتي له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د يادې پېښې غندنه شوې ده.
همدارنګه د افغانستان د خبريالانو مرکز د پژواک پر خبريال بريد غندلى او دغه مرکز په دې اند چې د خبريالانو نه خونديتوب د هغوى پر کار منفي اغيز کوي او نه شي کولى چې پيښې په سيمه توګه تر پوښښ لاندې راولي .
دغه بنسټ له دولت څخه په دې برخه کې د جديدي پلټنې غوښتنه کوي او وايي چې بايد خبريالانو ته خوندي کاري چاپيريال رامنځته شي .
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي.
څو ورځې مخکې په بلخ ولايت کې د يوه ځايي راډيو يو خبريال په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا پر ډزو ووژل شو.










