منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۵ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان په چوره کې لس ورځې اختر وي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

ترينکوټ (پژواک ١١ زمرى ٩٣): د اروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ اوسېدونکي تر لسو ورځو پورې د اختر خوښۍ لمانځي.

د يادې ولسوالۍ په اختريزو مېلو کې د ګډون په موخه د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار، د نورو ولسواليو او له ګاوڼديو ولايتونو هم سلګونه خلک راځي.

د افغان امنيتي ځواکونو له خوا په چورې ولسوالۍ کې داختريزو مېلو او نورو مراسمو ګډ امنيت هم نيول شوى وي.

د ولايت له مرکز ترينکوت ښاره تر چورې ولسوالۍ سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى او امنيت يې هم ښه دى، چې له امله يې ډېرى خلک په دغو مېلو کې ګډون کوي.

چوره د ولايت د مرکز ترينکوټ شمال ختيځ لوري ته شاوخوا په ۳۳ کيلومترۍ کې پرته ده چې د اوړي په موسم کې يخه او پاکه هوا او هم پرېمانه اوبه لري.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې که څه هم دلته د اختر لومړۍ څلور ورځې د نورو سيمو په څېر لمانځل کېږي، خو نورې شپږ ورځې ځانګړې مېلې کېږي او دې ولسوالۍ ته له راغلو مېلمنو سره لمانځي او خوښۍ کوي.

د چورې يو شمېر اوسېدونکي وايي چي په ولسوالۍ کې يې د مېلو لپاره په دې ولسوالۍ کې د بهاند سيند شنه او له خونده ډکه غاړه غوره کړې او زياتوي چې په همدې سيمه کې څو ډوله لوبې ، اتڼوڼه او او سندرې ويل کېږي او ترسره کېږي.

د عبدالبصير په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسوالۍ ته يې د مرکز او نورو ولسواليو تر څنګ له يو شمېر ګاونډيو ولايتونو هم ځوانان او د پاخه عمر کسان راځي ، په دوديزو مېلو کې ګډون کوي او د اختر خوښۍ لمانځي .

د هغه په وينا، په ولسوالۍ کې يې د راغلو او راتلونکو مېلمنو لپاره ځکه مېلمستونونه او د شپې تېرولو ځايونه نشته چې دوی خپله راغلي مېلمانه خپلو شخصي مېلمستونونو ته بيايي او هلته ورته ښه ډوډی برابروي او هم د شپې تېرولو لپاره ورته مناسب ځای ورکوي.

د چورې ولسوالی يوه اوسېدونکي اميرمحمد پژواک ته وويل چې دې ولسوالۍ ته ډېرى خلک له مرکز ترينکوټ ښار، نږدې و لسواليو، کندهار، هلمند، زابل او له يو شمېر نورو ولايتونو هم خلک راځي.

د ده په خبره چې مېله وال د ورځې په ښار او په ځانګړي ډول د درفشان نومې سيند په منځ کې مېلې کوي خو د شپې بيا دغه کسان محلي سندرغاړي ور غواړي او تر سهار د (جاپاني) په نوم بانډار ته ناست وي.

همدارنګه د دې ولسوالۍ يو د پاخه عمر اوسېدونکی حاجي ميراجان وايي چې په ياده ولسوالۍ کې له پخوا اختر له اوو څخه بيا ترلسو ورځو پورې لمانځل کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د اخترونو لپاره د چورې اوسېدونکي ځانګړې اماده ګي نيسي، او په دې شپو ورځو کې له کومې ستونزې پرته له نورو سيمو راغلي خلک د ځايي اوسېدونکو مېلمانه کېږي .

غلام نبي شجاع يو له هغو کسانو دى چې له ترينکوټ ښار څخه چورې ولسوالۍ ته د مېلو لپاره راغلي دي.

نوموړي له پژواک سره د خبرو پر مهال له امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې د لارې په اوږدو او په ولسوالۍ کې يې کلک امنيت ټينګ کړى دى.

هغه وايي لومړی په ترينکوټ کې د اختر څلور ورځې لمانځي او بيا چورې ولسوالۍ ته راځي تر څو پنځه شپږ ورځې نورې مېلې دلته ولمانځي.

د نوموړي په وينا، په چوره کې د نورو لوبو او ساعت تېريو تر څنګ د موسيقۍ پروګرامونه، د غېږ نيونې په زړه پورې لوبې هم ترسره کېږي.

د چورې ولسوالۍ د مېلو مسوول او د قطعې قوماندان دويم ساتنمن اميرمحمد پژواک اژانس ته وويل چې شپه او ورځ يې پر ځان يوه کړې او د خپلو خلکو د امنيت خونديتوب په موخه يې تر خپل لاس لاندې سرتېري پر دندو ګومارلي دي.

نوموړی زياتوي چې د اختر په شپو او ورځو کې دوی خپله په دې ولسوالۍ کې ټول ملي پوليس او نور ځواکونه ۲۴ ساعته په دنده کې وي او ټول هڅه کوي، داسې کومه پېښه رامنځته نه شي تر څو د اختر خوښي خدای مه کړه پر غم واړوي.

هغه وايي چې ملکي وګړي ورسره همکار دي ځکه نو امنيت تامين دی.

د يادې ولسوالۍ دوکانداران وايي چې د اختر په شپو او ورځو کې يې اقتصاد هم ښه وده کړې ځکه په خبره يې توکي يې ډېر پلورل کېږي.

د دې ولسوالۍ يوه دوکاندار ابراهيم جان وويل چی د اختر په راتګ سره د دوى کار پرمختګ کړى او تر ډېره اخيستونکي هغه کسان دي چې له نورو سيمو راځي.