کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩٣): د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې له وسله والو طالبانو غوښتي چې د ګوزڼ د کمپاين پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.
د دې ډلې له خوا د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين کولو د کمپاين مخنيوى د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
يادې نړيوالې ټولنې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې تېره مياشت د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو د ګوزڼ د واکسين مخنيوى وکړ او کار کوونکي يې په جاسوسۍ تورن کړي وو.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (اېچ ار ډبليو) په خپله خبرپاڼه کې له وسله والو طالبانو غوښتي چې د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې د ګوزڼ د کمپاين مخه ونه نيسي.
ياد سازمان ويلي، چې د ٢٠١٤ کال د فبرورۍ له مياشتې راهيسې وسله والو مخالفينو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ګرځنده ټيمونو ته اجازه نه ورکوي چې په هلمند ولايت کې د پوليو ضد کمپاين ترسره کړي.
د اسيا لپاره د ياد سازمان مرستيال مشر فېلم کېن ويلي، چې د وسله والو طالبانو دغه کړنه د ماشومانو ژوند د مرګ له خطر سره مخ کوي.
دغه راز هغه زياته کړه، چې دغه کړنې د ګوزڼ پر وړاندې پيل شوى نړيوال کمپاين هم له ګواښ سره مخامخ کوي.
هغه له طالبانو غوښتي چې د ګوزڼ ضد واکسين له ټيمونو سره بايد مرستې وکړي، نه دا چې د هغوى د کارونو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.
افغانستان يو له هغو هېوادونو دى چې د ګوزڼ ناروغي په کې له منځه نه ده تللې، هر کال په هېواد کې ګڼ شمېر ماشومان پر دې ناروغۍ اخته کېږي او يواځېنۍ درملنه يې واکسين کول دي.










