Language

اميرزى سنګين : کلني عواید مو ۲۰۰ ميلیون ډالرو ته لوړ شوي

تالقان  (پژواک ١٩ زمرى٩٣):دمخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ وزير وايي،چې دمخابراتي شرکتونو په ډېرېدو سره يې  کلني عواید ۲۰۰ ميلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.

انجنیر اميرزي سنګین ، چې په تالقانو کې يې د درېیو مخابراتي پروژو د پرانيستې په غونډه کې خبرې کولې وویل، له دې درکه تر لاسه شوي عواید د دولت خزانې ته ځي.

هغه د تېرو کلونو د کلنيو عوايدو د کچې يادونه ونه کړه.

سنګین وویل، چې تر دې دمه په افغاستان کې د مخابراتو په سکتور کې دوه ميلیارده ډالره پانګه اچونه شوې، چې دا د سیمې هېوادونو په کچه بې ساري ده.

د مخابراتو وزير وايي:((دکال په تېرېدو سره د مخابراتو په برخه کې اسانتیاوې ډېرېږي، چې ورسره عوایدهم لوړېږي. دا هم د دولت مهمه لاسته راوړنه ده. موږ هڅه کوو، چې خلکو ته د مخابراتي اسانتیاوو د لاسرسي کچه تر دې هم لوړه کړو.))

نوموړي له انلوګ څخه ډیجیټلي سیسټم ته د ټلوېزیوني خپرونو اړول، ″افغان سټ۱ سټلایټ″ او برېښنایي پېژندپاڼې د مخابراتو وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل.

هغه وویل، چې په افغانستان کې د ″سلام″ او″ افغان ټلي کام ″دولتي مخابراتي شرکتونو ترڅنګ څلور خصوصي مخابراتي شرکتونه هم فعالیت کوي، چې هر یو خلکو ته ښه خدمات وړاندې کوي.

ده زياته کړه: ((نن سبا په ټول هېواد کې ۲۲ ميلیون کسان ګرځنده ټېلېفونونه لري او ۳ ميلیونه کسان له انترڼیټ څخه ګټه اخلي، سلام مخابراتي او انترنیټي شرکت د افغانستان د شلو ولایتونو اوسېدونکو ته خدمتونه وړاندې کوي. په خصوصي او دولتي مخابراتي شرکتونو کې ۱۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې داهم ستره لاسته راوړنه بلل کېدای شي.))

هغه په تخار کې د مخابراتو د درېیو پروژو نوري فایبر، سلام مخابراتي او انټرنیټي شبکه(3G) او په تالقانو ښار کې د ۵ زره ډیجیټل ټېلېفونونو مزي غځولو پروژې هم ګټې اخیستنې ته وسپارلې ، چې په وینایې پرې  شپږ ميلیون ډالر لګښت راغلی دى.

د تخار سرپرست اومرستیال والي محمد فرید ذکي وايي، چې ددغه ولایت ۹۰ سلنه سیمې د مخابراتو تر پوښښ لاندې راغلي.

ذکي له دولت څخه وغوښتل، چې پاتې لس سلنه خلکو ته هم باید د مخابراتو اسانتیا برابره کړي.

نوموړي وویل، چې د فرخار ولسوالۍ په ګډون ددغه ولایت په ځینو سیمو کې ام ټي ان او اتصالاتو مخابراتي شرکتونو خپل فعالیت بند کړی دى.

دورسج ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي اشرف خان پژواک ته وويل،چې  په سیمه کې یې د ټېلېفون پایې نشته او  دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي، بايد د دې ولسواليو ټولو سيمو ته مخابراتي خدمات وغځېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير وویل، دوی هڅه کوي چې د خصوصي مخابراتي شرکتونو تر منځ سیالي پیدا کړي  ، ترڅو قیمتونه راټیټ او ساحې پراخه شي.

هغه وویل ، په هغو سیمو کې چې خصوصي مخابراتي شرکتونه فعال نه وي، افغان ټیلي کام او سلام مخابراتي شرکتونه په کې فعالیت پیلوي.

Related Topics