زرنج (پژواک ١٩ زمرى ٩٣): نيمروز ولايت کې يو ځوان، د واده د لوړو لګښتونو د رسم او رواج د ماتولو په موخه خپل واده په ساده مراسمو تر سره کړى او په پاتې پيسو د عمرې ادا کولو لپاره عمرې ته تللى دى.
د نيمروز د مرکز زرنج ښار يو اوسېدونکى روييل صديقي، چې يوه مياشت وړاندې يې واده کړى وايي، ځوانان اړ دي، چې په هوټل کې د خپل واده په مراسمو کې بايد يو ميليون افغانۍ ولګوي او کم تر کمه دوه زره کسانو ته ډوډۍ ورکړي.
نوموړى، چې شل کلن دى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو لګښتونو کې، ډوډۍ، سينګارتون، موسيقي، په هوټل کې ٤٠٠ کسانو ته يو پاکټ چاکليټ او يا شيريني ورکول او د دې ترڅنګ به د ناوې او زوم خپلو خپلوانو ته جامې هم تياروې.
صديقي زياته کړه، چې د ناوې کورنۍ يو ميليون افغانۍ ولور هم اخلي، خو له هغه څخه يې ولور نه دى اخيستى.
دغه ځوان، چې له دوولسم ټولګي فارغ دى وويل، د دې لپاره چې دا ډول ناسم او ملا ماتونکي رسم او رواجونه مات کړي، نو د خپل واده مراسم يې د خپلې کورنۍ د نږدې غړو په ګډون د ملا امام په حضور کې په ساده ډول تر سره کړل او د ډېرو لګښتونو پر ځاى، چې يې کومه يوه اندازه پيسې درلودې، نو له خپلې مېرمنې سره چې د تره لور يې هم ده د عمرې لپاره بيت الله شريف ته لاړل.
نوموړي، چې په زرنج ښار کې يو دوکان لري، زياته کړه، که چېرې يې د واده د لګښتونو وړتيا هم درلودى، نو په هوټل کې به يې هيڅکله هم واده نه و کړى او په خپل دې کار سره خلکو ته پيغام ورکوي، چې په ودونو کې د لوړو لګښتونو او ناسمو رواجونو مخه ونيسي او د واده مراسم د زوم له اقتصاد او اسلامي اصولو سره سم تر سره کړي.
صديقي زياته کړه، د دې ترڅنګ چې په واده کې په يوه زوم د هوټل او ولور ډېر لګښتونه راځي، له هغه وروسته د ناوې او زوم د کورنيو تر منځ ګيلې رامنځته کېږي او د هوټل په ډوډۍ يې هم نيوکې کېږي، نو له همدې امله هغه او مېرمنې يې داسې پرېکړه وکړه، چې دا ناسم او ملا ماتونکى رواج مات کړي.
هغه زياته کړه، له هغه وروسته يې له خپلو والدينو سره دغه پرېکړه شريکه کړه ، هغوى هم د دوى دغه پرېکړه ښه او غوره وبلله او د دوى نکاح د ډېرو ساده مراسمو په ترڅ کې په ښه ډول تر سره شوه.
دغه ځوان وويل: ” پرېکړه مو وکړه، چې د عمرې حج په کولو سره به زموږ د ژوند پيل له معنويت ډک وي، دوه اونۍ مو د حج په مراسمو کې تېرې کړې او نيمروز ته له ډېرو هيلو او د مينې له دنيا سره په خوشحالۍ راستانه شوو.”
صديقي زياته کړه، چې د عمرې په ادا کولو سره په دوى دواړو شاوخوا ١٢٠ زره افغانۍ لګښت راغلى، چې په دې کار سره يې هم د اخرت ثواب تر لاسه کړ او هم يې د دنيا له ناسمو رواجونو سره پرېکون کړى دى.
نوموړى له نورو ځوانانو هم غواړي، چې دوى هم په خپلو ودونو کې له لوړو لګښتونو ډډه وکړي او که چېرې د دې وړتيا لري، چې د خپل ژوند لومړنۍ ورځې په حج کې تېرې کړي او خپل معنويات نور هم پياوړي کړي نو ډير ښه کار دى .
د زرنج د جامع جومات خطيب مولوي صلاح الدين، د يادې جوړې له اقدام هرکلى وکړ او ويې ويل، چې دغې جوړې د خپل ژوند په لومړيو ورځو کې د بيت الله شريف په څنګ کې خپل ګډ ژوند پيل کړ او خداى به يې دغه عبادت دوه برابره کړي.
هغه زياته کړه، که څه هم د واده په مراسمو کې ډوډۍ ورکول ثواب دى، خو په قرانکريم کې راغلي، چې ډېر اصراف کوونکى د شيطان ورور دى او بايد اصراف ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه ولايت ډېرى ځوانان چې د خپل واده او ولور لګښتونه نه شي پوره کولى، د کار کولو په موخه ايران ته ځي، چې د کلونو په تېرېدو سره واده نه شي کولى او چا چې ودونه کړي نو بيا کلونه کلونه يې پورونه نه شي پرې کولى.
همدارنګه ډېرى يې په نشه يي توکو هم روږدي کېږي او د خپلې ټولنې د اوږو بار ګرځي.
د نيمروز ولايت د حج او اوقافو رياست مشر مولوي حزب الله هم د دغه زوم او ناوې ياد اقدام نيک کار بولي او وايي: ” دغو دوه باهمته ځوانانو، د واده ناسمو مراسمو ته چې په دې وروستيو کې رامنځته شوي، نه ويلي او د ځان لپاره يې د معنويت لاره غوره ګڼلې ده.”










