منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۹ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د احمدشاه ابدالي د زوکړې ٣٠٠ کاليزه ونمانځل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

هرات (پژواک ٢١ زمرى ٩٣): د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودونکي او د هېواد د ستر ملي شخصيت احمدشاه ابدالي د زوکړې ٣٠٠ کاليزه د هغه په زېږنځاى هرات کې ونمانځل شوه.

دغه دوه ورځنۍ غونډه چې تېره ورځ د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا د سيمه ييزې ادارې په مرسته پيل او نن يې هم دوام درلود، په کې له بېلابېلو ولايتونو په لسګونو دولتي چارواکو، سياسي، فرهنګي او علمي شخصيتونو ګډون کړى و.

د هرات والي سيدفضل الله وحيدي د احمدشاه ابدالي د شخصيت په اړه د ولسمشر حامد کرزي پيغام وړاندې کړ.

د ولسمشر په خبره، هرات د احمدشاه ابدالي په څېر مشرانو د پيدايښت ټاټوبى دى، چې کارنامې يې نه يواځې په افغانستان ، بلکې د سيمې په کچه د وياړ دي.

په پيغام کې راغلي: ((احمدشاه بابا هغه ستر شخصيت دى چې په هرات ولايت کې سترګې وغړولې، په تنکۍ ځوانۍ کې تر روزنې وروسته له نوموتو سرلښکرانو او سردارانو و او په خپل ستر او نافذ شخصيت سره په ډېره ځوانۍ کې د ملي مشرانو په جرګه د هېواد د پادشاه په توګه غوره شو او د افغانستان د تاريخ د دې سترې څېرې له لومړنيو کارونو د هېواد د طبيعي حدودو ساتنه وه، چې د پراخو فتوحاتو سره خپلې دغه موخې ته ورسېد.))

پر دې سربېره د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين هم په خپل پيغام کې د دې غونډې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

نوموړي په خپل پيغام کې، چې د هرات د اطلاعاتو او کلتور د رييس اريا روفيان له خوا ولوستل شو، د احمدشاه ابدالي له خوا د معاصر افغانستان بنسټ اېښودو ته په اشارې سره وويل، چې د افغانستان ملت د خپل تاريخ په مهم او ټاکنونکي پړاو کې دى.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د معلوماتو له مخې، د اوسني وضعيت حساسيت غوښتنه کوي، څو يو ځل بيا تېر تاريخ ته ستانه شو او په ژوره توګه دا څېړنه او پلټنه وکړو او د اوسنيو ننګونو لپاره د تاريخ له درسونو زده کړه وکړو.

د علومو اکاډمۍ رييسې ثريا پوپل هم د خپلو خبرو په ترڅ کې دغه غونډه د احمدشاه ابدالي د روښان تاريخ پياوړى او د کارنامو لرونکى شخصيت ياد کړ.

هغې وويل: ((احمدشاه بابا د افغانستان احيا کوونکى او په نړيواله کچه د افغانانو د حيثيت ژوندي کوونکى و.))

د ملي راډيو ټلويزيون رييس زرين انځور هم وويل، چې احمدشاه ابدالي يواځې د حکمرانۍ له اړخه يو الګو نه دى، بلکې د هغه په خبره، له فرهنګي اړخه هم د افغانستان په تاريخ کې ځانګړى اهميت او ارزښت لري.))

هغه زياته کړه: ((احمدشاه باپا ددې ترڅنګ چې يو امپراطور او پادشاه و، د افغانستان يو ليکوال، عارف، ستر شاعر هم تېر شوى دى او ددغه مناسبت نمانځنه له تاريخ او هم د علمي، فرهنګي او ادبي اړخه هم افغانانو ته ارزښت لري.))

د هرات پوهنتون استاد سيد يحيى حزين پژواک ته وويل، چې د احمدشاه بابا د شخصيت په اړه په دغه غونډه کې وړاندې شوې مقالې کيدى شي دافغانستان زرين تاريخ د ځوانانو لپاره ژوندى کړي.

هغه زياته کړه: ((د دې ناستې منځپانګه، چې د رسنيو له لارې خپرېږي، کولى شي چې د افغانستان دمعاصر تاريخ تياره برخې د وړاندې شوو مقالو او خبرو له لارې مطرح کړي او روښانه او خلک د احمدشاه ابدالي له شخصيت او وياړونو خبر کړي.))

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د احمدشاه ابدالي د شخصيت په اړه جوړه شوې دوه ورځنۍ ناسته کې وړاندې شوې مقالې او څېړنې هم د يوې ټولګې په بڼه چاپ شي.

دا لومړى ځل دى چې په هرات ولايت کې د احمدشاه ابدالي د زوکړې ٣٠٠ تلين غونډه ترسره کېږي.