ميدانښار ( پژواک ٦ وږى ۹۳ ) : په ميدان وردګو ولايت کې د نشه يي توکيو د روږدو کسانو لپاره شل بستريز روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۶ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه روغتون د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې وزارت د نږدې ۱۶ ميليونو افغانيو په مالي لګښت جوړ شوی دی .
نوموړي زياته کړه، چې دغه ۲۰ بستريز روغتون د احاطې دېوال سربېره په ۴۵۰ متره مربع سيمه کې د يوه کال په موده کې جوړ شوی،چې په کې ۱۷ خونې،چمن او نور ضروري محلقات لري.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر غلام فاروق مخلص د وږي په ۶ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې دمه ياد روغتون دوی ته په رسمي ډول نه دی سپارل شوی .
خو هغه زياته کړه،که روغتون ورته وسپارل شي، نو دوی به له اړونده وزارت څخه ورته د تشکيل غوښتنه وکړي .
په ميدان وردګو ولايت کې دا مهال د ودان په نوم د روږدو د درملنې يو روغتون فعاليت کوي.
د نوي جوړ شوي روغتون مشر ډاکټر نسيم شېرزاد پژواک ته وويل، چې د ترسره شوې سروې له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې شاوخوا ۱۸ زره روږدي کسان بېړنۍ درملنې ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه،د دوی د روغتون له خوا به د ۲۰۱۴ کال تر پايه په ټوليز ډول د ۲۵۶۶ روږدو کسانو درمنله ترسره شي،چې په دې کې به ۱۱۵۵په روغتون او ۱۴۱۱ نور په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې ونيول شي.
د يادونې ده، چې د ميدان وردګو ولايت ډېر اوسېدونکي د مزدورۍ په موخه ايران ته تګ راتګ کوي،چې په هغه هېواد کې په بېلا بېلو نشه يي توکيو اخته کېږي .










