ژبه

فيض آباد (پژواک، ۱۸ وږی ٩٣):د بدخشان ولایت چارواکي وایې چې د دولت وسله والو مخالفینو  د وردوج ولسوالۍ  د سړک په تخریب سره ددې ولایت له  مرکز فیض آباد سره د پنځو ولسوالیو لاره پرې کړې ده.

دوی خبر داری ورکړی چې وسله وال مخالفین هڅه کوي تر څو د وردوج پر سیند باندې جوړ شوی پل هم تخریب کړي.

د وردوج ولسوال دولت محمدخاور پژواک خبري آژانس ته وویل چې وسله والو مخالفینو، تېر ماښام له سکواټور څخه په استفادې،د وردوج پله دواړو غاړو ته سړک تخریب کړی او دم ګړی ، دا لاره  د موټرو د تګ راتګ پر مخ بنده ده.

خاور همدا رنګه  خبرداری ورکړ چې کیدای شي وسله وال مخالفین نن دغه پل هم ونړوي.

خاور زیاتوي چې که چېرې دا پل تخریب شي، نو د بدخشان ولایت د زیباک، اشکاشم،واخان، شغنان او د وردوج ولسوالۍ د یوې برخې اړېکې د دغه ولسوالۍ له مرکز او  د فیض آباد له ښارسره پرې شي.

د وردوج ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي سید امان الدین وایې چې طالبانو د سکواټور په وسیله، ددې پله دواړو غاړو ته  سړک ژور کړی دی او پدې توګه یې د پله د غورځېدو زمینه برابره کړې ده.

دغه قومي مشر پژواک ته څرګنده کړه چې که امنیتي ځواکونه ددې پله د تخریب مخنیوي ونه کړي،د پنځوولسوالیو  اوسېدونکي به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د سیمي یو شمېرنور اوسېدونکي هم د امنیتي ځواکونو د ژر ترژره اقدام غوښتونکي شول.

دوی وایې چې د سړک په پرې کولو او د وردوج د پله په تخریب سره به دوی د بیمارانو او د اړتیاوړ خوراکي توکو د لېږد را لېږد په اړه له جدي ستونزو سره مخ شي.

 په همدې وخت کې د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال عبدالقدیر صیاد وایې چې دوی ددې سړک د بیا رغونې په اړه خپل لازم تدابېر نیسي.

خو نوموړي څرګنده نکړه چې دا تدابیر به څه ډول او څه وخت ونیول شي.

وسله والومخالفینو تر دې دمه ددې موضوع په اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د بدخشان ولایت په  بېلابېلوسیمو او له هغې څخه د وردج په ولسوالۍ کې  د وسله والو مخالفینوبریدونه ترسره شوې دي او پدې سیمو کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتو مرګ ژوبله هم درلودلې ده.

 

 

ورته موضوع