منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۷ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د بوديجې کمښت د ميدان وردګو پوهنيز بهير اغېزمن کړى

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

ميدانښار (پژواک ۲۳ وږی ۹۳): د ميدان وردګو ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د بوديجې د کموالي له امله د دغه ولايت پوهنيز بهير له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی .

د دغه ولايت د پوهنې رييس فضل الرحمن طارق د وږي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ۱۸۲ ښوونځي يې ادارې او احاطي نه لري، له همدې امله زده کوونکو ته په جوماتونو، کرايي کورونو، باغونو او يا هم په خېمو کې زده کړې ورکول کېږي.

نوموړی وايي چې په دغه ولايت کې د نجونو ۷۷ ښوونځي شته چې ټول پرانيستي خو په ګڼو سيمو کې نجونې ښوونځيو ته نه پرېښودل کېږي، له دې امله هغو ته په کورونو او جوماتونو کې زده کړې ورکول کېږي.

د هغه په وينا، د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتو پر مهال وخت ناوخت  زده کوونکي او ښوونکي ټپيان کېږي، همدا راز د ښوونځيو ودانيو ته هم زيان رسېږي .

د پوهنې رييس همدا راز د بوديجې کموالی د پوهنيز بهير پر وړاندې بله ستونزه په ګوته کړه.

هغه زياته کړه: ((وخت ناوخت د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو پر مهال د دوی ښوونکي، زده کوونکي  ټپي کېږي او د ښوونځيو ودانيو ته يې هم زيان رسېږي، همدا راز د بوديجې کموالى هم د دغه ولايت پوهنيز بهير له ستونزو سره مخ کړی دی.))

طارق وايي که يادو دواړو ستونزو ته يې پاملرنه وشي، نو د دغه ولايت پوهنيز بهير پر وړاندې به هېڅ ستونزه ونه لري.

هغه همدا راز په دغه ولايت کې له يو شمېر ښوونځيو د وسله والو طالبانو له خوا د څارنې خبره هم تاييدوي خو وايي د دوی پوهنيز بهير ته يې له نښتې پرته نور هېڅ ډول ستونزې نه دي پيدا کړې.

د پوهنې وزارت د نشراتو رييس او وياند کبير حقمل وايي چې دوى له خپل پلان سره سم په ولايتونو کې ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو لړۍ پيل کړې  ده.

هغه زياته کړه چې په پلان کې لري چې په ميدان وردګو ولايت کې هم د پوهنې بهير پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.

په ميدان وردګو ولايت کې ۴۷۳ ښوونځي شته چې د چارواکو په وينا ټول يې د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.