منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۴ غ.و
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د سرپل له پوهنې رياست سره مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

سرپل ( پژواک، ٢٤ وږى ٩٣ ) : د سرپل ولايت  له پوهنې رياست سره د شاوخوا پنځه سوه زره ډالرو په ارزښت د درسي توکو او قرطاسيې مرسته شوې ده.

ددې ولايت د پوهنې رييس عبدالغفور سرپلي د وږي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې مرستو کې د ابتدايي او دوولسم ټولګيو لپاره کتابونه، خيمې، پلاستيکي فرشونه، تختې، د زده کوونکو د کتابونو بکسې ، قرطاسيې او نور توکي شامل دي.

هغه زياته کړه، چې  دغه راز په دې مرستو کې د شپږو ښوونځيو لپاره د څښلو د پاکو اوبو لپاره د څاه ګانو ويستل هم شامل دي.

سرپلي وويل ، چې دغه مرستې له ٥٠٠ زره امريکايي ډالرو څخه زياتې دي ، چې د ملګرو ملتونو د يونېسف او اېن ار سي موسسو له خوا شوې دي.

د نوموړي په وينا، د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه ددغه ولايت د پوهنې رياست سره د شاوخوا ١٥ ميليونو افغانيو په ارزښت مرستې هم شوې دي.

د سرپل د مرکز د نجونو د عالي لېسې ددوولسم ټولګي يوې زده کوونکې حبيبې پر دې مرستو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا يې د دوولسم ټولګي کتابونه نه درلودل.

هغه زياته کړه، چې په ټولګي کې  يواځې څو شاګردانو کتابونه لرل او نورو سره نه و، چې له امله يې د دوى روزنيز بهير له ستونزو سره مخ و.

د نازيلا په نامه يوې بلې زده کوونکې وويل ، چې پخوا يې په ټولګي کې مېزونه او څوکۍ نه وې ، خو اوس دا ستونزه هواره شوې ده.

د پوهنې رييس وايي ، چې د يونېسف له خوا ددې ولايت زده کوونکو او ښوونکو ته روزنيز سيمينارونه او ورکشاپونه هم په لاره اچول شوي دي.