کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩٣): د کاپيسا ولايت د ولسي ادبياتو په اړه ليکل شوى ځانګړى اثر “د کاپيسا ولسي ادبيات” په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د سرچينې مرکز (ACKU) له خوا چاپ شو.
ياد اثر په کاپيسا کې د پژواک خبري اژانس ځايي خبريال او په دغه ولايت کې د البيروني پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي ځوان استاد پوهيالي فهيم بهير ليکلى او په ٥٠٠ ټوکه کې پر ښکلي سکښت او صحافت خپور شوى دى.
کتاب ټول ٩٣ مخونه لري او ليکوال هڅه کړې چې په درېيو څپرکو کې د دغه ولايت د تاريخي او جغرافيوي شاليد ترڅنګ د کاپيسا د بېلابېلو سيمو فولکلور يا شفاهي ادب په درېيو څپرکو کې له ژونديو او تازه بېلګو سره راغونډ او د ادب مينه والو ته وړاندې کړي.
فهيم بهير وايي چې دغه اثر يې په خپل ولايت کې د ولسي ادب په برخه کې د يوه ځانګړي اثر تشې ته په پام سره ليکلى دى.
هغه په دې اړه وويل: “دا کتاب به د کاپيسا ولسي ادب په برخه کې مينه والو ته لومړي معلومات وړاندې کړي او د البيروني پوهنتون پښتو څانګه کې به ترې زده کوونکي هم ګټه واخلي.”
سرچينې وويل، د (ACKU) اداره او ګرځنده کتابتون په ساده او روانه ژبه اکثره هغه اثار خپروي چې د خلکو د اړتيا وړ مطالب ولري او د هغوى د ورځني ژوند په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.
د دغه اثر په وروستۍ برخه کې د کاپيسا د طبيعي منظرو او بګرام لرغونې او تاريخي سيمې د يو شمېر هغو تاريخي اثارو انځورونه او شرحه هم راغلې چې اوس مهال د هېواد په ملي موزيم کې د لرغونې شتمنۍ په توګه خوندي دي.
د يادولو ده، د کتاب ليکوال فهيم بهير له څو کلونو راهيسې له رسنيو سره د کار ترڅنګ د کاپيسا ولايت پر بېلابېلو برخو ليکنې کړې او تر دې وړاندې يې هم د پښتو ادب په برخه کې ځينې کړې څېړنيزې ليکنې له هرکلي سره مخ شوي دي.










