منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۹ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

يوې محصلې له ناکامۍ ځانوژنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

ميمنه (پژواک ٢٦ وږى ٩٣): په فارياب کې يوې محصلې په ازموينه کې د ناکامېدو له امله ځان زندۍ کړى بلخوا د دغه ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يو کس وژلى دى.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند سيد مسعود يعقوبي د چهارشنبې په ورځ (د وږي ٢٦مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې معصومه د فارياب پوهنتون د حقوقو پوهنځي د لومړي کال محصله وه او تېره شپه يې د پښتونکوټ ولسوالۍ په سبز سيمه کې ځان زندۍ کړى دى.

يعقوبي زياته کړه، لومړنۍ څېړنې او د معصومې د کورنۍ څرګندونې ښيي، چې د دې نجلۍ د وژنې انګېزه د حقوقو پوهنځي د لومړي سمسټر په ازموينه کې ناکامي وه.

هغه وويل کله چې معصومې د ازموينې پاڼې ترلاسه کړې، نو عقده يې واخيسته او ځانوژنه يې وکړه.

په ورته وخت کې د فارياب پوهنتون علمي مرستيال فيض الله قادري د دې پخلى وکړ چې معصومه نه ده توانېدلې چې په شپږو اساسي مضامينو کې ميعاري نومرې ترلاسه کړي.

قادري زياته کړه چې د دې محصلې ځان وژنه د پوهنتون په اداره پورې هېڅ تړاو نه لري؛ ځکه چې هر استاد د محصل وړتيا او حل شوو پوښتنو ته په پام سره د ازموينې د پارچې له مخې نومرې ورکړې.

نوموړي د معصومې دغه کړنه په کلکه وغندله او ويې ويل: ((دې محصلې په راتلونکي کې هم چانس درلود او کولى يې شول چې خپل تحصيل ته بېرته دويم ځلي ادامه ورکړي، بايد چې ځانوژنه يې نه واى کړې.))

د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يو کس وژلى او دوه نور يې ژوبل کړي دي.))

د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند پژواک خيري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن (د وږي ٢٦مه) شاوخوا لس بجې د دولت اباد ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوه.

يعقوبي زياته کړه چې ماين وسله والو د دولت اباد په بازار کې د يوې هټۍ مخې اېښى و.

په ورته وخت کې د فارياب د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالعلي حليم وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو د روزنې د امر وضعيت ښه دى، خو د ملکي وګړي ټپونه ژور دي.

د سيمه ييزو پوليسو د روزنې مدير خداى دوست چې په دې پېښه کې ټپي شوى او ورور يې وژل شوى پژواک ته وويل: ((ورور مې شاوخوا ٥٠ کاله عمر درلود، يو غريبکاره شخص و، نن د کورنۍ لپاره د اړتيا وړ توکو پېرلو په موخه بازار ته راغلى و.))

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوې مياشتې وړاندې هم د تلاشۍ پوسته کې د يوه ريموټ کنټرول ماين چاودنې له امله يو پوليس ووژل شو.