منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۰ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان مستوفيت ته ودانۍ جوړه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۷ کتنې

ترينکوټ (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): د اروزګان د مستوفيت رياست لپاره د ٣١ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه  کمپلېکس ودانۍ بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د اروزګان والي امان الله تيموري د وږي په ٣٠مه د دې ودانۍ د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د مستوفيت ستونزې هوارې  او عوايد به يې زيات شي.

هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ د يوه کال په موده کې په يونيم جريب ځمکه کې د ٣١ ميليونه افغانيو په لګښت چې د ماليې وزارت له خوا ورکړل شوى، جوړه شوې ده.

تيموري وويل چې په کمپلېکس کې درې ودانۍ شتون لري، د اداري خونو ترڅنګ پخلنځى، وړوکتون او نور ملحقات هم لري.

نوموړي پر دولتي کارکوونکو غږ وکړ چې د مراجعينو ستونزې او کارونه پر وخت خلاص کړي.

هغه ګواښ وکړ، کوم دولتي مامور که په خپلو کارونو کې ناغېړي وکړي، نو څارنوالۍ ته به يې معرفي کړي.

د اروزګان مستوفي احمدشاه حبيبي د يادې ودانۍ پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د مناسب ځاى د نه شتون  له امله له ستونزو سره مخ وو.