کابل (پژواک د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): په کابل ښار او مزار شريف کې په لومړي ځل د نړيوالې ورځ په توګه د “افغان کلتور” ورځ د سلګونو کسانو په ګډون ولمانځل شوه.
دغه لمانځغونډه نن له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د کابل د پغمان غونډۍ په ماڼۍ کې پيل او د شپې تر ناوخته پورې يې دوام وموند.
په دې ناسته کې چې د افغان کلتوري ټولنو د ګډې جرګې، د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز او يو زيات شمېر نورو مدني ټولنو له لوري ترسره شوه، د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې د مېلمنو په ګډون سلګونو کسانو په کې برخه اخيستې وه.
د دې ورځې په مناسبت د ولسمشر کرزي په پيغام کې، چې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د خپرونو د رييس عبدالوحيد خاورې له لوري ولوستل شو، راغلي و، ډېر خوښ دى چې د تلې د مياشتې لومړۍ ورځ د افغانانو د کلتور ورځ لمانځل کېږي او لکه څنګه چې معلومه ده، دا ورځ به هر کال تردې په لا زياتو شاندارو مراسمو ولمانځل شي.
ده زياته کړې، د افغانانو د کلتوري ورځې په نښه کېدل به ټولو په تېره هغو افغانانو ته، چې په ټوله نړۍ کې خواره واره دي، دا زمينه مساعده کړي، چې د خپل هېواد فرهنګي ارزښتونو ته لا زيات متوجه شي.
ولسمشر وايي: “د دې ورځ لمانځل به فرهنګ پالونکي شخصتيونه او موسسات لا زيات خپلو مسووليتونو او وجايبو ته متوجه کړي او د افغان فرهنګ د غوړېدا لپاره به لا زمينه مساعده شي او زموږ د هېواد د خلکو د فرهنګي هويت له خونديتابه سره به ډېره مرسته وکړي.”
د دې ناستې يوه تنظيموونکي ډاکټر خوشحال روهي وويل، په لومړي ځل په هېواد کې د افغان کلتور نړيواله ورځ په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو، لکه ننګرهار، بلخ، هرات او خوست کې لمانځل کېږي.
ده زياته کړه، په ورته وخت کې د پاکستان په پېښور، کوېتې او کراچۍ ښارونو کې په همدې مناسبت کنفرانسونه جوړېږي؛ دغه راز په يو شمېر بهرنيو هېوادونو، لکه عربي متحده اماراتو، کاناډا، اسټراليا او جرمني هم د دې ورځ د نمانځلو تابيا نيول شوې ده.
د هغه په وينا، تېر کال يو شمېر مدني کلتوري بنسټونو پرېکړه وکړه، چې تر دې وروسته به هر کال د تلې لومړۍ نېټه د افغان کلتور د نړيوالې ورځ په توګه لمانځي.
دى زياتوي، په وروستيو څلورو لسيزو کې ميليونه افغانان کډواليو ته اړ شول او هلته د خپلو کلتوري ارزښتونو او د خپل هويت د ساتنې له ننګونو سره لاس او ګرېوان شول؛ دغه راز په کوردننه هم افغانان له کلتوري ستونزو او فرهنګي يرغلونو سره مخ دي.
روهي وايي، د دې ورځ د لمانځلو بنسټيزه موخه، همدغو ننګونو او ستونزو ته د چارواکو، فرهنګي بنسټونو او شخصيتونو پام ور اړول دي، ترڅو ورته حل لارې پيدا کړي او د يوه ملي فرهنګ په ايجاد کې اساسي ګامونه واخيستل شي.
نوموړي دغه راز د دې ورځې د لمانځلو بله موخه، نړۍ ته د افغان کلتور په سمه بڼه ور پېژندل په ګوته کړل.
د يادونې وړ ده، چې په دې مراسمو کې د ځينو پوهانو تر ويناوو وروسته، د افغانانو ملي لوبې، لاسي صنايع، انځورونه، کتابتونونه، عتيقه آثار هم نندارې ته وړاندې او د مشاعرې، فولکلوريک تياتر او ټنګ ټکور پروګرامونه ترسره شول.
د يو بل خبر له مخې، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې هم په لومړي ځل “افغان کلتور” د نړيوالې ورځې په توګه د سلګونو کسانو په ګډون په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه.
دغه غونډه چې د بلخ ادبي خوځښت په نوم د فرهنګي ټولنې له خوا د بلخ پوهنتون په تالار کې جوړه شوې وه، په ترڅ کې يې د “افغان کلتور” اړوند مقالې، د افغانستان د بېلابېلو قومونو د جامو ننداره، د بېلابېلو ژبو موسيقي، اتڼ، پهلواني، ګډونوالو ته وړاندې شول.
د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبيح الله احساس پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تلې لومړۍ نېټه يې د “افغان کلتور” نړيوالې ورځې په توګه د بلخ د اطلاعات او کلتور رياست په همغږۍ او د بلخ پوهنتون په ملاتړ ولمانځله.
نوموړي زياته کړه چې د دې ورځې له لمانځنې يې موخه د افغان په نوم د افغانستان د بېلابېلو قومونو د پيوستون موخه وه چې د يو ملت په نامه سره نږدې ژوند وکړای شي.
احساس وويل چې د يادې غونډې په ترڅ کې د بلخ پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د دريو څانګو (پښتو، دري او ازبکي) له خوا د” افغان کلتور” په اړه ليکل شوې مقالې وړاندې شوې.
نوموړي زياته کړه چې د غونډې په ترڅ کې د پښتنو له خوا له ملي جامو سره ځوانانو اتڼ وکړ، د دري ژبو له خوا قرصک نڅا وړاندې شوه او ازبکانو پهلواني نندارې ته وړاندې کړه.
همداراز د افغانستان د بېلابېلو قومونو د اغوستلو جامې هم د نندارې په توګه وړاندې شوې، چې د ځوانانو هلکانو او نجونو پر تن وې او د دريځ له مخې نندارې ته وړاندې کړل.
احساس وويل چې د غونډې په اوږدو کې پر بېلابېلو ژبو لنډکۍ مشاعره او له موسيقۍ سره سندرې هم وړاندې شوې.
نوموړي زياته کړه چې د هفت قلم په نامه د بلخ د انځورګرانو د ټولنې له خوا د” افغان کلتور “اړوند انځوريز نندارتون هم د نمانځغونډې به ترڅ کې وړاندې شو.
د بلخ پوهنتون رييس پوهندوی مکمل الکوزي يادې نمانځغونډې ته د وينا په ترڅ کې له ځوانانو د” افغان کلتور” د نړيوالې ورځې د لمانځنې ستاينه وکړه.
نوموړي زياته کړه چې تېرو جنګونو افغانان ارام ژوند ته نه و پرېيښي، له دې وروسته بايد د “افغان کلتور” د بېلابېلو برخو د ساتنې لپاره د مدني ټولنو تر څنګ دولت هم جدي کړنې ترسره کړي.
د بلخ د اطلاعات او کلتور رييس صالح محمد خليق د خپلو خبرو په ترڅ کې د” افغان کلتور” د نړيوالې ورځې لمانځنه د افغانانو لپاره ستره لاسته راوړنه وګڼله.
نوموړي زياته کړه چې افغانستان د بېلابېلو قومونو په لرلو د سيمې په کچه غني کلتور لري، چې بايد د ورته لمانځنو له لارې وساتل شي.
د بلخ ادبي خوځښت مشر له رسنيو سره په خبرو کې له افغان دولت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه وغوښتل چې له دې وروسته هر کال په رسمي توګه د تلې لومړۍ نېټه د “افغان کلتور “د نړيوالې ورځې په توګه ونمانځل شي.










