منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۷ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د هلمند پېژندنې سيمينار د مقالو ټولګه چاپ شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

لښکرګاه (پژواک ٦ تلې ۹۳): د هلمند پېژندنې د سيمينار د هر اړ خيزو مقالو ټولګه ”زما هلمند” له چاپه راووته.

د دغه کتاب مقالې يو شمېر ليکوالو د هلمند پېژندنې په سيمينار کې لوستلي او په دغه ولايت کې د پژواک خبري اژانس خبريال زين الله ستانکزي راټولې کړې دي.

ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې  ”زما هلمند” په نوم دغه کتاب  د استاد محمداصف صميم او  استاد حبيب الله رفيع پر سريزو سربېره ٤٩ مقالې لري.

ده زياته کړه: ((هلمند تاريخي ولايت دى؛ که څوک غواړي چې په اړه يې ښه معلومات ولري نو د دې مقالو ټولګه دې ولولي.))

هغه وايي، د ياد کتاب مقالې د هلمند د اوسني تاريخ تر څنګ پر امنيتي مسايلو، اقتصادي اړخونو، کرنيز سکټور، جغرافيايي موقعيت په تړاو پر څېړنو راڅرخي.

ستانکزى زياتوي: ((په دغه کتاب کې د سيمې ګړدودونه، سيمه ييز دودونه، د بهرنيانو راتګ، کانونه او د تاريخي ميراثونو په اړه  څېړنې دي.))

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس عليشاه مظلوميار  وويل چې  په ”زما هلمند” کتاب کې د هلمند د لرغوني او معاصر تاريخ په تړاو څېړنې شوې چې نورو څېړونکو ته به د ليکنو پر مهال ښه سرچينه وي.

په هلمند کې د پګړۍ مجلې مسوول محمداسماعيل شريعت يار  پژواک ته وويل،  د هلمند په تاريخ کې د دغه کتاب چاپ ځانګړى ارزښت لري.

د يادولو ده چې د هلمند  په اړه سيمينار د روان کال د غبرګولي مياشتې په دويمه په لښکرګاه کې ترسره شوى و چې ګڼو  ليکوالو او شنونکو په کې برخه لرله.