منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۳ غ.م
۷°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د اسيا په اولمپېک سياليو کې يو مډال خپل کړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۵ کتنې

کابل ( پژواک، ١١ تله ٩٣ ) : د افغانستان د تېکواندو يو لوبغاړى د کوريا داسيا په اولمپېک سياليو کې د برونز مډال خپل کړى دى.

د سويلي کوريا په انچيون ښار کې د اسيا داولمپيک سيالۍ روانې دي چې له افغانستان هم په په بېلا بېلو لوبو کې لسګونو لوبغاړو برخه اخيستې ده.

د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټې لخوا د  تلې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د تېکواندو افغان لوبغاړي  رومان عباسي د ٦٣ کيلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې د قرغېزستان، يمن او هندوستان خپلو سياليو لوبغاړو ته په ماتې ورکولو سره د برونز مډال ترلاسه کړ.

په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډله لا دمخه په دې سياليو کې يو مډال  يقيني کړى او نن دسرو زرو د مډال لپاره سيالي کوي.