کابل ( پژواک ١١ تله ٩٣ ) : د نړۍ د ١٦٣ هېوادونوڅه شاوخوا دوه ميليونه مسلمانانو د اسلام د پنخم رکن حج لوى رکن (وقوف عرفه) فريضه ادا کړل.
مسلمانانو تېره شپه له مکې مکرمې څخه منا ته تللي وو او نن له غرمې مخکې د عرفات غونډۍ ته راټول شول او دالله په دربار کې يې د مغفرت دعاګانې وکړې.
دوی د نمرې په جومات کې د جمعې خطبه واورېده ، د غرمې او مازيګر مونځ يې په ګډه دعرفات د نمرې په جومات کې ادا کړل او له هغې وروسته د مزدلفې په لوري وخوځېدل ،.
حاجيان به په مزدله کې د ماښام او مازيګر لمونځ په ګډه په قصر سره کوي ، شپه به د شنه اسمان لاندې تېروي او سبا به لوى شيطان د ويشتلو جمره عقبه ترسره کوي، بيا به قرباني او له هغې وروسته به حلق (دسر خرئيل) ترسره کوي.
د عرفات د نمرې په جومات کې د حج په خطبه کې امام او د سعودی مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز آل شيخ مسلمانانو ته پخپله وينا کې ښو کارونو ته راوبلل او له بدو کارونو څخه يې دځان ژغورنې ته راوبلل.
هغه زياته کړه، څوک چې په ځمکه کې فساد خوروی، هغوی لپاره خدای ج سخته سزا اعلان کړې او هېڅوک حق نه لري چې د چا وينه په ناحقه تويه کړي.
سږ کال د افغانستان د ٢٤ زرو حاجيانو په ګډون له ټولې نړې څخه دوه نيم ميليونه مسلمانان د حج فريضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دی.
د محمد طيب په نامه يوه افغان چې د حج فريضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللی، د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د حج د لوی رکن وقوف عرفات په ښه توګه ترسره شو او دوی له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.










