کابل (پژواک ١٥ تله ٩٣): د نوي ولسمشر له دندې د يوې اوونۍ په تېرېدو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک د نوي حکومت اقدامات راتلونکې ته هيله ورکوونکي بولي او غواړي چې حکومت دې د اداري فساد د له منځه وړو لپاره په احتياط ګامونه واخلي.
دوى وايي چې د فساد د له منځه وړو په برخه کې د ولسمشر اشرف غني احمدزي له پروګرامونو ملاتړ کوي.
په کار کې د جديت تر څنګ تدبير او د دغه اقدام احتمالي ننګونو ته پاملرنه؛ نوي ولسمشر ته د خلکو له وړانديزونو څخه دي.
د کندهار اوسېدونکي عبدالواسع د کاري ورځو په پيل کې د ولسمشر تصميمونه مهم بولي او وايي، خلک په تمه دي چې د کابلبانک د پيسو د لوټ دوسيه دې په سمه توګه وڅېړل شي.
د هغه په باور، د دې دوسيې څېړنه کولى شي چې خلک له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت پر جدي اداره باوري کړي او د فساد د نورو دوسيو د څېړنې لپاره لار خلاصه کړي.
کله چې د روان کال د تلې مياشتې په ٧مه ډاکټر اشرف غني احمدزي د وفادارۍ لوړه وکړه او په رسمي توګه يې له حامد کرزي څخه واک ترلاسه کړ، نو په خپله لومړۍ وينا کې يې له اداري فساد سره د مبارزې، د حکومتوالۍ په سيستم کې د اصلاحاتو راوستو، د تلپاتې سولې او امنيت خوندي کولو، د موازي حکومتونو د له منځه وړو او د غير قانوني وسله والو د تګ راتګ په بندولو ټينګار وکړ.
د دغو موخو د پلې کولو لپاره احمدزي له خلکو غوښتنه وکړه چې د حکومت ملاتړ وکړي.
ولسمشر اشرف غني له فساد سره د مبارزې لپاره د هڅو په پيل کې د لوړې له مراسمو (د تلې ٩مه) دوې ورځې وروسته د کابلبانک قضيې د بيا پرانيستې حکم صادر کړ او د بانک د پيسو د بېرته ترلاسه کولو لپاره يې لويې څارنوالۍ او سترې محکمې ته ضرب الاجل وټاکه.
ولسمشر احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته په څلورو ورځو کې د دوو ځانګړو فرمانونو له مخې ټول وزيران او واليان سرپرست کړل او د کارکوونکو د مقررۍ او منفکۍ صلاحيت يې ترې واخيست.
ولسمشر وويل چې د ولسمشرۍ رياست د بنسټ په ګډون ټول دولتي ارګانونه اصلاحاتو ته اړتيا لري.
احمدزي په تازه ډول تېره ورځ (د تلې ١٤مه) حکم وکړ چې د کورنيو چارو وزارت د پرسونل د استخدام، ټاکنو او ترفيعاتو په پروسه کې له هر ډول واسطو، لاسوهنو او نفوذي کړنو څخه دې په کلکه مخنيوى وشي.
نوي ولسمشر ژمنه کړې وه چې کړې وعدې به په عمل کې ثابتې کړي.
د کندهار د شوراندام سيمې د اوسېدونکي محمداصف په اند د ولسمشر اشرف غني دغو حکمونو خلک راتلونکي ته هيله من کړي دي.
د نوموړي په خبره، د ولسمشر د همدې حکمونو له امله سر له اوسه په دولتي ادارو کې وضعيت بدلون کړى او ” که چېرې ادارې ته مراجعه وکړي، نو چارواکي د ستونزو جوړولو پر ځاى ورته د کار ترسره کولو هڅه کوي.))
خو نوموړي له ولسمشره غوښتنه وکړه چې دغه هڅې دې ولايتونو ته هم وغځوي، صادق او وړ کسان دې د خلکو د خدمت لپاره وګوماري.
د هرات ولايت اوسېدونکي اسدالله تيموري وويل چې په تېر حکومت کې يې د سوکالۍ هيله څو ځلې په نا هيلۍ بدله شوې، دا ځل هم چندان ډاډمن نه دى چې دغه هڅې په کوم ځاى ونيسي.
تيموري وويل: ((له بده مرغه چې په دولتي ادارو کې فساد تر دې کچې رېښې غځولې چې دغه فرمان به هېڅ اغېز پرې ونه کړي، خو په هغه صورت کې چې دولت او نړيواله ټولنه د همت ملا وتړي او يوه جدي کړنلاره ولري.))
د هرات يوه بل اوسېدونکي ساغر مل هم د هېواد اوسنيو شرايطو ته په پام سره د ولسمشر خبرې تر ډېره ارمان وبللې او ويې ويل هغه کسان چې په فساد کې ښکېل دي، خپله د اشرف غني او عبدالله د ټاکنيزو ډلو غړي وو او دی” فکر نه کوم چې دغه دوسيه دې وڅېړلى شي.”
د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي غلام صديق سادات هم وويل چې د کابلبانک په قضيه کې تر ډېره وچت مافيايي اشخاص ښکېل دي: ” که چېرې ولسمشر وتوانېد چې د کابل بانک قضيه حل او فصل کړي، نو د حکومت پر جدي مبارزه به د خلکو باور ډېر شي.
سادات زياته کړه چې خلک له بې عدالتيو ستړي شوي او د مفسدو چارواکو د محاکمې غوښتنه کوي.
د هغه په خبره خلک په ولايتونو کې د ولسمشر د فساد د له منځه وړو له پروګرام ملاتړ کوي.
د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي مجتبى محمدي وويل ، خوښ دى چې اشرف غني له خلکو سره پر کړو ژمنو عمل کوي، خو نوموړى د ولسمشر له دغو اقداماتو يو ډول وېره لري.
نوموړي زياته کړه چې د تېرو کلونو خپل سريو ته په پام سره چې اوس هم دوام لري، اړتيا ده چې پاخه او ډاډمن ګامونه واخيستل شي. د هغه په باور په دغه ډول وضعيت کې په کارونو کې بېړه ممکن نوي حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر ته ستونزمن پرېوځي.
د دغه ولايت د ناوې اوسېدونکي حمدالله وويل: ((خلکو په رښتيا هم هغه څه غوښتل چې ولسمشر تېره اونۍ پيل کړل.))
حمدالله هم دې ستونزې ته په اشارې سره چې ممکن دا هڅې پايلې ونه لري، وړانديز وکړ چې: ((ولسمشر بايد د احتمالي ستونزو د مهار لپاره ځانګړي ځواک رامنځته کړي، څو خلک يو ځل بيا بې برخليکه نه شي.))
حمدالله د کابلبانک قضيې او ځمکو له غاصبينو سره د تړلو ځواکمنو اشخاصو په اړه زياته کړه: ((له فساد سره مبارزه له ستونزو خالي نه ده، ولسمشر بايد احتمالي ستونزې په پام کې ونيسي.))
د مزارشريف اوسېدونکي محمد رحيم وويل، دا به له وخت وړاندې وي چې د ولسمشر غني په کړنو څه ووايي، خو زياته يې کړه: ((دا کړنې لږ تر لږه د ولسمشر د دريځ څرګندونه کوي.))
محمد رحيم زياته کړه چې د کابلبانک د درغلۍ د سترې دوسيې پرانيسته کولى شي چې د فساد پر وړاندې د حکومت جديت خلکو ته څرګند کړي.
هغه زياته کړه چې حکومت بايد د خلکو پر مټ د پروګرامونو په عملي کولو کې اقدام وکړي.
د هغه په خبره، ټول هېوادوال د حکومت له اصلاحي پروګرامونو ملاتړ کوي او حکومت بايد له هېڅ کومې ستونزې وېره ونه لري.
د بلخ ولايت يوه بل اوسېدونکي محمدنعيم وويل چې ولسمشر اشرف غني په دې لنډه موده کې پر کړو اقداماتو “د خلکو زړونه ځان ته نږدې کړي دي.”
خو محمدنعيم زياته کړه چې دغه جديت بايد دوامداره وي او په ورته وخت کې په پوره تدبير سره مخته يوړل شي.
هغه وويل: ((هېڅوک هم د ولسمشر اشرف غني پر جديت شک نه شي کولى، خو که چېرې د جديت تر څنګ له (تدبير) څخه هم کار وانه خلي، نو شايد چې هڅې يې څه پايله ونه لري.))










