کابل (پژواک ١٦ تله ٩٣): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې ټاکل شوې نن شپه کابل ته له سعودي عربستان څخه د حاجيانو د رالېږدولو لړۍ پيل شي.
د دغه وزارت په وينا، د افغان حاجيانو د لېږد لومړۍ الوتکه به نن شپه شاوخوا لس بجې له سعودي عربستان څخه پرواز وکړي او د شپې ١٢ بجې به د کابل په هوايي ډګر کې را ښکته شي.
د ياد وزارت اداري او مالي مرستيال داعي الحق عابد، نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په لومړني الوت کې به کابل ته ٢١٨ حاجيان راولېږدول شي.
هغه زياته کړه، چې کابل ته د حاجيانو د راستنېدو لړۍ به په راتلونکو ٢٥ ورځو او د ١١٨ الوتنو په ترڅ کې تر سره شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په ټوليز ډول له افغانستان څخه د بيت الله شريف د زيارت کولو په موخه شاوخوا ٢٤ زره کسان تللي دي.
عابد وويل: ” سږنۍ لړۍ، د مديريت، روڼتيا، غذا، اوسېدو، ترانسپورټ او د حج د لارښوونکو له اړخه د تېرو کلونو په پرتله ښه وه او حاجيان د دغه وزارت له خدمتونو خوښ دي.”
هغه زياته کړه، چې سږ کال د عمر د ډېروالي له امله د هېواد د هرات، غور، سمنګان، کاپيسا، ننګرهار، کونړ، بلخ او غزني ولايتونو ١٢ اوسېدونکي وفات شوي او هملته خاورو ته سپارل شوي دي.
د ويلو ده، چې له دې پرته ١٣ کسان نور ټپيان شوي، چې ډېرى يې د ترافيکي پېښو له امله دي، خو ټپونه يې د اندېښنې وړ نه دي او اوسمهال له روغتونونو رخصت شوي دي.










