ګردېز (پژواک، ١٨ تله ٩٣): پکتيا کې چارواکي او د سيمې خلک وايي، پرته له دې چې يو قراردادي شرکت د ګردېز- زرمت د سړک د جوړولو کار پيل کړي د ٦٠ سلنه کار د بشپړېدو په بهانه يې ١٨ ميليون افغانۍ ترلاسه کړي دي.
دوى وايي چې دا پيسې د فوايد عامې رياست او ولايت په تاييد له مستوفيت څخه ويستل شوې دي.
د ګردېز- زرمت د ٤٢ کيلومتره سړک د جغل اچونې لپاره شاوخوا ٣٠ ميليون افغانۍ ځانګړې شوې او قرارداد يې د تېر کال په لومړيو مياشتو کې د وهاب سحر په نوم يوه افغاني شرکت ته ورکړل شو، ترڅو کار يې د يوه کال په موده کې بشپړ کړي.
هغه مکتوبونه چې له مخې يې پيسې وېستل شوي، خبريالانو ته په واک کې ورکړل شوي دي. مکتوبونه ښيي چې ځينو چارواکو قراردادي شرکت ته له وخته وړاندې د پيسو پر ورکړې نيوکه کړې.
د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه ساختماني شرکت يواځې د سړک په اوږدو کې دوه کندې ډکې کړي او بس.
د رزمت ولسوال هم د فوايد عامې رياست ته مکتوب استولى او ويلي يې دي ، چې پر سړک ان شپږ سلنه کار هم نه دى او کوم چې شوى هم دى، مېشتو بهرنيو ځواکونو کړى، ترڅو يې وسايل په اسانۍ ولېږدوي.
ولسوال ويلي، چې د فوايد عامې رياست په وړانديز او د ولايت مقام په تاييد چې مرستيال والي عبدالولي سهي لاسليک کړى، د مستوفيت قراردادي شرکت ته ١٨ ميليونه افغانۍ ورکړې دي.
د فوايد عامې رياست د ساختمان، مالي او محاسبې مديريت ويلي، پرته له دې چې دوى په جريان کې واوسي دا پيسې وېستل شوي دي. دا کار په اصل کې د همدې مديريت صلاحيت دى.
په ورته وخت کې د زرمت ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران د پکتيا د فوايدعامې رياست کې د پراخ فساد د شتون ادعا کوي.
دوى له حکومته غواړي چې په دې فرېب کې ښکېلو کسانو ته بايد سخته سزا ورکړي.
د رزمت ولسوالۍ يوه قومي مشر او د پراختيايي شورا غړی ظاهر اورياخېل وايي، د زرمت- ګردېز پر لارې ښايي يواځې د سلو زرو افغانيو په لګښت کار شوى وي، چې هغه هم د سړک په اوږدو کې د دوو کندو ډکول دي.
ولايتي چارواکي په فساد تورنوي او وايي چې د همدې سړک د جوړولو د کار پر سر ده ته ان د ولايت د يوه چارواکي له لوري د رشوت وړانديز شوى وو.
ده د چارواکي نوم په ډاګه نه کړ، خو ويې ويل چې ورته ويل شوي وو که په خپل لاسليک سره پر سړک د کار موضوع تاييد کړي، نو دوه زره امريکايي ډالر به ورکړي، خو ده دا کار ونه کړ.
خو ادعا يې دا وه چې ځينو نورو مشرانو د پيسو په بدل کې دا خيانت کړى دى.
دده په خبره، د سړک د ٦٠ سلنه کار د بشپړېدو په بهانه جوړ شوي مکتوب کې د ولايتي شورا د غړو او ولايتي چارواکو لاسليکونه شته.
بل خوا په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي هم ددغه سړک په کار کې د فساد د شتون خبره کوي او د فوايد عامې رياست په کې ښکېل بولي.
د ولسي جرګې غړي ابراهيم غښتلي ځينې اسناد رسنيو ته وښودل او ادعا يې درلوده، چې د فوايد عامې رياست کې د پراخ فساد د شتون ثبوت دى، چې ژر به يې اړونده ادارو ته وسپاري ، خو په اړه يې جزييات ورنه کړل او نه يې خبريالانو ته په واک کې ورکړل.
خو د پکتيا د فوايد عامې رييس عبدالله درانی بيا په دې اداره کې د فساد شتون ردوي او وايي چې د زرمت- ګردېز په لاره کې مالي فساد نه دى شوى.
دُرانى ادعا لري چې د ګردېز- زرمت د لارې د جوړولو کار ٦٠ سلنه بشپړ شوى او قراردادي شرکت ته د پيسو د ورکړې پروسه هم په قانوني ډول مخته تللې ده.
دا چې د سړک د جوړولو کار ولې اوس په ټپه ولاړ دى، کله به پيل او بشپړ شي ، دراني يې په اړه څه ونه ويل.
ومو غوښتل په دې اړه د مرستيال والي عبدالولي سهي نظر واخلو، خو هغه له خبرو کولو ډډه وکړه. همداراز د وهاب سحر شرکت د مسوولينو په موندلو هم بريالي نه شو، ترڅو د خلکو ادعاوو ته ځواب ووايي او همداراز د پاتې ٤٠ سلنه کار د بشپړولو په اړه معلومات راکړي.
د يادونې ده ، چې پخوا تر دې هم د پکتيا په ځينو دولتي ادارو کې د فساد د شتون موضوع رسنيو راپورته کړې، خو ورته پاملرنه نه ده شوې او نه هم په ادارو کې څه بدلون راغلى دى.










