تالقان (پژواک ١٩ تله ٩٣): د تخار په ولايت کې د پيازو حاصلات٤٠ سلنه ډېر شوي،خو کروندګر وايي چې د ټيټو بيو له امله به ډېره ګټه ونه کړي.
د مرکز تالقانو د ”خطايان” د سيمې اوسېدونکى عبدالجبار چې په خپله پنځه جريبه ځمکه کې يې پياز کرلي وايي، سږ کال يې هر جريب ځمکې تر ۱۴۰۰ منه پياز کړي دي.
نوموړى د پيازو د حاصل د دوه برابره کېدو خبره کوي، خو زياتوي چې هرڅومره کرنيز محصولات ډېر شي په هماغه اندازه يې بيه راټيټېږي.
ده وويل: ((اوس يو من (٧ کيلو ) پياز په پنځوس افغانۍ پلورل کېږي، خو همدغه پياز په ژمي او پسرلي کې تر ۳۵۰ افغانيو لوړيږي. ))
خو له دې سره سره هغه خوښي وښوده، چې حاصلات يې ډېر شوي دي.
د تالقانو د ”ملک ها” د سيمې يو بل کروند ګر نعيم خان وويل چې سږ کال يې د ۴۰ زره منو پيازو حاصل ترلاسه کړى دى.
دى وايي ، د حاصلاتو په ډېرېدو سره کروندګر ګټه نه شي کولى، ځکه د پيازو د پلور بيه ټيټه ده او په ژمي او پسرلي کې يې بيه درې برابره لوړېږي.
هغه زياته کړه چې که په دغه ولايت کې سړې خونې جوړې شوې واى، نو دوى به خپل کرنيز محصولات په کې خوندي او بيا به يې په مناسبه بيه پلورلي واى.
په تالقانو ښار کې د پيازو يو سوداګر ګل احمد وايي ، چې د تخار پياز په مني کې پاکستان او يوه اندازه يې تاجکستان ته صادرېږي او بيا په ژمي او پسرلي کې پاکستاني پياز بېرته واردېږي.
د هغه په وينا، چې افغان دولت بايد د دغې تشې د ډکولو لپاره په دې ولايت کې سړې خونې جوړې کړي ، چې کروندګر په کې خپل کرنيز محصولات وساتي.
په همدې مهال بيا د دغه ولايت د کرنې ادارې چارواکي وايي چې د پيازو په حاصلاتو کې د نورو کلونو په پرتله ۴۰ سلنه زياتوالى راغلى.
د کرنې رياست د ترويج مدير عبدالعلي رامراد وايي ، سږکال کروندګرو د لسګونو زره ټنه پيازو حاصل ترلاسه کړى، خو د سړو خونو د نه شتوالي له امله ښايي ډېره ګټه ونه کړي.
رادمراد پژواک ته وويل، د کرنې وزارت د کرنې په ميکانيزه کولو کې ښه پرمختګ لرلى، خو د سړوخونو په برخه کې تر دې دمه کار نه دى شوى.
تخار د هېواد په شمال ختيځ کې هغه کرنيز ولايت دى، چې په څو وروستيو کلونو کې يې د کرونيزو محصولاتو کچه تر پخوا لوړه شوې ده.
خو د دغه ولايت کروندګر شکايت کوي، چې تر دې دمه د کرنيزو محصولاتو د ساتنې په برخه کې پانګونه نه ده شوې.