ميدانښار ( پژواک ۱٩ تله۹۳) : د ميدان وردګو چارواکي وايي چې ددې ولايت ملي راډيو تلوېزيون ته د مرکزي ادارې د نه پاملرنې له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ونه شوه، نو خپرونې بندېدلى شي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي د تلې په ١٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د ملي تلوېزيون ترڅنګ هېڅ تلوېزيون خپرونې نه لري، خو ملي راډيو يواځې څو ساعته خپرونې لري،چې په ډېرو کمو سيمو کې اورېدل کېږي .
هغه زياتوي چې که د ملي راډيو تلوېزپون عمومي رياست د دغه ولايت ملي راډيو تلوېزيون ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو ښايي شته خپرونې يې هم له منځه لاړې شي .
د نوموړي په وينا، د ولايت مقام تل هڅه کړې،چې تر خپل توانه پورې د راډيو تلوېزيون اداري چارې ښې کړي او په همدې لړ کې د راډيو تلوېزيون له عمومي مشرتابه سره هم خبرې اترې وکړې خو له ژمنو سره سره يې کومه ګټه نه ده کړې .
د ميدان وردګو د ملي راډيو تلوېزيون امر عبدالواحد عاطف هم پژواک ته د اسانتياوو نه شتون د دوی د خپرونو پر وړاندې ستره ستونزه وګڼله .
هغه وايي : (( زموږ ټول کارکوونکي مسلکي او لېسانس دي،خو د دوی لپاره د کاري سهولتونو نه شتون د دې لامل شوی،چې د راډيو تلوېزيون خپرونې له ستونزو سره مخامخ شي .))
نوموړی وايي چې د بېلابېلو پېښو پر مهال يې وسايل خراب شوي، خو د ملي راډيو تلوېزيون مرکزي ادارې ورته هېڅ پاملرنه، نه ده کړې .
ده زياته کړه چې په يوه خرابه کرايي ودانۍ کې اوس مهال فعاليت کوي، په داسې حال کې، چې د ښاروالۍ له خوا دوی ته ځمکه هم په واک کې ورکړل شوې ، خو د ملي راډيو تلوېزيون مرکزي ادارې ورته دودانۍ جوړولو بوديجه هم نه ده ورکړې .
د ميدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار پژواک اژانس ته وويل چې د تلوېزيون امريت پر وړانديز او اداري غونډې په تاييد سره سل جريبه ځمکه ملي راډيوتلوېزيون ته ورکړل شوې ده.
هغه زياته کړه، سره له دې چې د دغه ولايت د تلوېزيون امر د يادې ځمکې اسناد تر قانوني مراحلو طی کېدو وروسته د ملي راډيو تلوېزيون رياست ته سپارلي ، خو د هغوی له خوا پرې هېڅ کار نه دی شوی.
دى وايي (( که ملي راډيو تلوېزيون پر هغه ځمکه کار وکړي نو د عوايدو په لاسته راوړلو کولای شي،چې د ميدان وردګو ملي راډيو تلوېزيون ته ښې اسانتياوې برابرې او خپرونې يې زياتې او معياري شي.))
د يادونې ده اوس مهال د ميدان وردګو ملي راډيو تلوېزيون ۳ ساعته بېلابېلې ثبتي خپرونې لري .
په کابل کې د ملي راډيو تلوېزيون رييس زرين انځور پژواک اژانس ته وويل چې د ميدان وردګو ولايت د ملي راډيو تلوېزيون پر ودانۍ ځانمرګى بريد او راکټي بريد شوى و او ودانۍ يې زيانمنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې له اړونده څانګې مو د اړتياوو او ستونزو راپور غوښتي دى او د هغوى د راپور په اساس به ورسره اړينه همکاري وشي.
د يادونې ده، چې وړمه ورځ ولسمشر احمدزي د رسنيو له مسوولينو سره د ليدنې پر مهال ژمنه کړې ، چې په ملي راډيو تلوېزيون کې به اصلاحات راولي.









