ژبه

خوست کې د يوه پله پر جوړېدو زرګونه کورنيو ته د تګ راتګ اسانتيا برابره شوه

خوست (پژواک ٢٠ تله ٩٣): د خوست ولايت له مرکزه د خوړ په وسيله د فارم باغ د جلا شوې سيمې لپاره د پول په جوړېدو د زرګونه کورنيو لپاره د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شوې.

دغه پول نن د خوست د ځايي دولتي چارواکو او د سيمې د لسګونو اوسېدونکو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي د ياد پله د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغه پله د نړيوال بانک څه باندې ۶۷ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی د‌ى.

نوموړي وويل، دغه پول د ۱۶۰ مترو په اوږدوالي او د اتو مترو په سور سره په تېر يو کال کې جوړ شوی چې د دې سيمې د خلکو لپاره ستراتيژيک او حياتي ارزښت لري.

ده زياته کړه، د پله تر جوړېدو مخکې د سېلابونو د راتلو پر مهال د فارم باغ سيمې پورې غاړې زرګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ وې او پر خپل وخت يې ښار ته تګ راتګ نه شو کولای.

نعيمي وويل: ((د دغه پله پر جوړېدو سره اوس د فارم باغ پورې غاړې ټول کلي د خوست ښار په ګډون له ټولو مرکزي سيمو سره ونښلول شول او د تګ راتګ پوره اسانتيا ورته رامنځته شوه.))

د خوست د فوايد عامې رييس انجنير مامورشاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس په خوست کې د يو شمېر پلونو پرجوړېدو سره په دې برخه کې د خلکو ستونزې تر ډېره بريده هوارې شوې دي.

هغه دغه راز وويل هڅه کوي چې ټول جوړېدونکي پلونه د سيمو د خلکو په همکارۍ د دوی د انجنيرانو د مسلکي ډلې د سمې څارنې په پايله کې په ډېر ښه کيفيت سره جوړ شوي دي.

د خوست د فارم باغ سيمې يوه اوسېدونکي محمدکريم پژواک اژانس ته وويل چې تر دې وړاندې د دوی د سيمې خلکو ټول عمر له پله پرته پر دې لاره تګ راتګ کاوه.

هغه زياته کړه: ((د پله د نه شتون له امله د سېلابونو پر مهال پر مالي زيانونو سربېره مو زيات ځاني تلفات هم ورکړي؛ خو اوس خوښ يو چې په ياده برخه کې مو ستونزې هوارې شوې.))

د يادونې ده، په تېرو شلو مياشتو کې د خوست د مرکز په بېلابېلو سيمو کې درې لوی پلونه بشپړ شوي او پر دوو نورو کار روان دی، چې مالي لګښت يې نړيوال بانک ورکوي.

ورته موضوع