ژبه

د خوست اداري کمپلکس کې د دوو ودانيو کار بشپړ او د بلې پيل شو

خوست (پژواک ٢٢ تله ٩٣) :د خوست ولايت په اداري کمپلکس کې د دوو ادارو لپاره ودانۍ جوړې شوې او ديوې بلې ادارې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د خوست سرپرست والي د يادو ودانيو د پرانيستې پرمهال وويل، په يادو جوړو شوو ودانيو کې يوه د سوداګرۍ او صنايعو رياست او بله يې د ايسا ( د پانګې اچونې د ملاتړ) ادارې دي.

عبدالجبار نعيمي پژواک اژانس ته وويل،د ايسا ودانۍ درې پوړيزه ده، د شلو خونو، انټرنيټي او ټېلېفوني اسانتياوو په لرلو سره د ۴۰ ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.

نعيمي زياته کړه، چې تر دې مخکې ايسا ادارې خپل ټول دفتري کارونه د ښار په يوه کرايي مارکېټ کې پرمخ وړل، خو اوس يې د اداري چارو د تنظيم ستونزه هواره شوه.

نعيمي وويل، چې د سوداګرۍ او صنايعو د رياست ودانۍ د وزارت له لوري د څه د پاسه اتلسو ميليونو افغانيو په لګښت  په تېر يوه کال کې د جوړېدو کارونه بشپړ شول.

ده زياته کړه: ((دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې ۲۸ اداري خونې، ۲ د غونډو تالارونه او ځينې نورې د اړتيا وړ خونې لري.))

هغه دغه راز وويل، چې د هرې دولتي ادارې لپاره د اداري ودانۍ جوړېدل له دولتي مامورينو سره د ستونزو په کمښت او په ارام ډول د دفتري کارونو په ترسره کولو کې ډېره مرسته کوي.

د خوست سرپرست والي او ځينو نورو چارواکو په دې کمپلېکس کې د ملي پيوستون د پروګرام   لپاره د اداري ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.

په خوست کې د ملي پيوستون د پروګرام مسوول انجنير محمد بصير پژواک اژانس ته وويل،   پر دغې ودانۍ ۱۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې نړيوال بانک يې ورکوي.

نوموړي زياته کړه، دغه ودانۍ به ۱۷ اداراي خونې، دوه تالارونه او ځينې نور ملحقات ولري.

ده وويل: ((موږ اوس په يوه کرايي کور کې دفتري کارونه مخته وړو او يو لړ ستونزې لرو، خو که خپله ودانۍ ولرو، زموږ پر رسمي کارونو به مثبت اغېز وکړي.))

نوموړي زياته کړه، چې په ښه کيفيت سره د يادې ودانۍ د جوړېدو لپاره د څارنې ځانګړې ډله لري او هيله من دی، چې کومې ساختماني ستونزې به ونه لري.

ورته موضوع